مونږ ولي ماتریدیه بلل کېږو؟

ژباړنه او را ټولونه: م. حمد الله دانشمند

سرچینې: موثق تاریخي کتابونه د ځینو عربي پاڼو په ګډون

په لاندې لیکنه کې د يادې پوښتنې ځواب موندلی شئ!

مونږ د عقیدې له پلوه د ابو منصور ماتریدی – رحمه الله تعالی – پیروان یو! په لاندې لیکنه کې د هغه مبارک و ژوند ته ځغلنده کتنه کوو، د لیکنې تر پایه را سره مل و اوسېږئ.

د “اهل السنة والجماعة” امام، د زهد او هدایت نښه، د ماتریدیه مدرسې او عقیدې بنسټګر “أبو منصور محمد بن محمد الماتريدي” – رحمه الله تعالی – د اسلامي ځلانده تاريخ پر پاڼه ځانګړی ځای لري. د احنافو – کثر الله سوادهم – غوڅ اکثریت د عقائدو له پلوه د همده – رحمه الله تعالی – پیروان دي. نوموړی په “ماوراء النهر” کې د سمرقند د یوې نامتو سیمي (ماترید) هستوګن دی. د مورخینو په باور، هغه د عباسي خلافت په اوږدو کې نړۍ ته راغلی، اما د زوکړي دقیقه نېټه یې نه ده په ګوته شوې. د ځیڼو مورخینو په باور یې د [۲۴۸ هـ] په حدودو کې و نړۍ ته سترګې غړولې دي.

ابو منصور ماتریدي او ابو الحسن اشعري – رحمهما الله تعالی – هغه نوموتې څېرې دي، چې په ګډه یې د حقه او سپېڅلو اسلامي عقائدو له پاره لالهانده هلې ځلې کړې. ابو منصور رحمه الله تعالی د خپلو هڅو په مټ، د نقلي او عقلي دلائلو په رڼا کې د ماتریدیه، او “ابو الحسن الاشعري” رحمه الله تعالی د اشعریه عقیدې بنسټ کېښوود.

ابو منصور رحمه الله تعالی د مخورو امامانو له خوا په بېلا بېلو ښایسته نومونو او زرینو القابو نومول شوی، لکه:

“امام اهل السنة والجماعة، علم الهدی، امام المتکلمین، مصحح عقائد المسلمین، شیخ الاسلام او…” . له دېنه برېښي، چې نوموړي د و خت د امامانو، مسلمانانو او مورخینو په زړونو کې ځانګړی مقام لاره.

نوموړی تر “ابو الحسن الاشعري” رحمهما الله تعالی څه د پاسه شل (۲۰) کلونه وړاندې په یوه دینداره، ستانه او علمي کورنۍ کې دنیا ته راغلی.

هغه رحمه الله د ماشومتوب په دور کې د یني علوم لوستي، د “اهل السنة والجماعة” ناجیې ډلې ته یې په دعوت او را بلنه کې کوټلې ګامونه اخیستي. په رغنده هوډ یې “علم کلام” ته موخه کړه، د ژورو څېړنو تر څنګ یې پکې کتابونه هم تصنیف کړل، چې هر یو یې د زرینو او حقه عقائدو د اثبات له پاره، په موثقو او کره شواهدو پوښلی دی. د باطلو عقیدو له پیروانو (معتزله وو، اهل بدعو) سره یې سختې مناظرې کړې، په هره مناظره کې یې ترې په رډه میدان ګټلی، د هغوی ناسمې عقیدوي تګلارې یې د منل شوو اصولو له مخې تر ردونو او نیوکو لاندې نيولې.

د هغه رحمه الله استاذان:

امام أبو بكر أحمد بن إسحاق الجوزجاني، شيخ أبو نصر العياضي، نصير بن يحيى البلخي، محمد بن مقاتل الرازي او داسې نور…

نوموړو استاذانو یې فقه پر “امام أبو سليمان الجوزجاني” ویلې، هغه رحمه الله پر  امام أبو يوسف او محمد بن الحسن ویلې، هغوی دواړه د امام ابو حنیفة – رحمهم الله تعالی – شاګردان دي.

د ابو منصور ماتریدي رحمه الله تعالی تصنیفونه په علم کلام کې:

۱: كتاب “التوحيد”.

۲: كتاب “المقالات”.

۳: كتاب “الرد على القرامطة”

۴: “بيان وهم المعتزلة”

۵: “رد الأصول الخمسة لأبي محمد الباهلي”

۶: “أوائل الأدلة للكعبي”

۷: “رد كتاب وعيد الفساق للكعبي”

۸: “رد تهذيب الجدل للكعبي”

او داسې نور…

دا راز نوموړی په اصولو، فقه، تفسیر او نورو نقلي او عقلي علومو کې یو نوموتی، وتلی او منل شوی عالم و، چې په بېلا بېلو فنونو کې یې ځانګړي کتابونه هم لیکلي.

په دې حساس ډګر کې د ماتریدیه وو هڅې له اشاعره وو نه، وړاندې دي؛ ځکه ابو منصور ماتریدي رحمه الله د امام ابو حنیفة رحمه الله تعالی او د هغه د شاګردانو عقیدوي اصول په تفصیلي بڼه نړۍ ته و برېښول، کوم چې له ابو الحسن اشعري – رحمه الله تعالی – نه، وړاندې وو.

ماتریدیه او اشاعره دواړه “اهل السنة والجماعة” ګڼل کېږي.

د ماتریدیه او اشاعره وو تر منځ عقیدوي اختلاف په څو محدودو مسلو کې قرار لري، چې ځینې یې حقیقي او ځینې یې لفظي بڼه لري، آن تر دې چې متآخرینو زیار ویستی، چې یاد اختلافات و نزاع لفظي ته را کښته او ورته د یوې متحدې عقیدوي تګلارې په نظر وکتل شي.

د ماتریدیه عقیدوې تګلاري: د احنافو – کثر الله سوادهم – غوڅ اکثریت دی.

د اشعري منهج تګلاري: شافعیه او مالکیه دي (رحمهم الله جمیعا).

ماتریدیه عقیده په کومو هیوادونو کې زیات پیروان لري؟:

افغانستان، پاکستان، هند، بنګال، د منځنۍ آسیا اسلام مېشت وګړي، ترکستان او… .

د هغه د عقیدوي منهج خوښوونکي مشهور او نامتو امامان او علماء:

  • أبو اليسر البزدوي
  • أبو المعين النسفي
  • نجم الدين عمر النسفي
  • حافظ الدين النسفي
  • أبو الليث السمرقندي
  • نور الدين الصابوني
  • سعد الدين التفتازاني
  • الشريف الجرجاني
  • الكمال بن الهمام
  • كمال الدين أحمد البياضي
  • علاء الدين البخاري
  • ابن مودود الموصلي
  • أكمل الدين البابرتي
  • شجاع الدين التركستاني
  • ابن أمير الحاج
  • سراج الدين الغزنوي
  • جمال الدين الغزنوي
  • شهاب الدين الخفاجي
  • أبو السعود أفندي
  • طاش كبري زاده
  • ابن كمال باشا
  • ابن نجيم
  • الشرنبلالي
  • ابن قطلوبغا
  • الملا علي القاري
  • مرتضى الزبيدي
  • ابن عابدين
  • رحمت الله الكيرواني
  • عبد الغني الميداني
  • عبد العزيز الملتاني
  • عبد الحي اللكنوي
  • أنور شاه الكشميري
  • محمد زاهد الكوثري

او داسې نور…: [ویکفیدیا]

د هغه رحمه الله تعالی د وفات تاریخ:

د هغه رحمه الله تعالی د وفات تاریخ زیاتو مورخینو [۳۳۳ هـ] ښوولی.

د هغه مبارک قبر:

د هغه مبارک قبر په اوزبکستان کې د سمرقند په ښار کې ده.

رحمهم الله و رحمنا وهو ارحم الراحمین

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close