مونږ ولې اسلام منلی دی؟

(څلورمه کړۍ)

الف: برتانيا :

برتانيا داروپا مهم هېواد دی ، هلته ډېر اسلامي ګروپونه او ادارې کارکوي. په ۱۹۹۸ز کال په ۲۵۰ ادارې او تنظيمونوه سره يو ځای شول او يو اتحاد يې د( مسلم کونسل آف برتانيا ) په نامه جوړ کړ، ترڅو مسلمانان له بې اتفاقۍ او تيت پرک تيا څخه وژغوري او په ګډه مثبت کارنه پرمخ پوځي . په برتانيا کې د ټولو اروپايي هېوادونو په نسبت جوماتونه زيات دي ، په ۱۹۵۰ ز کال په لندن کې د يو لوی او غټ جومات بنسټ کېښودل شو، چې عربي او نورو اسلامي هېودونو په کې خپله برخه واخيستله .هغه وخت په برتانيا کې د مسلمانانو ټول شمېر شپږ لکه و، اوس د۲۵ لکو څخه هم زيات شوي؛ خو اوسنۍ سروې او شمېرنه د مسلمانانو شمېر ۵۰ لکه يعنې پنځه ميليونه څرګندوي. په برتانيا کې په ۱۹۷۳زکال اسلامک سوسايټي آف برتانيا (د برتانيا اسلامي ټولنه) جوړه شوه چې دوی په تعليم ، تحقيق ، دعوت ، تبليغ ، د ثقافت راژوندي کول او د روزنې په څانګو کې کار او فعاليت کوي. د دې ټولنې تراوسه پورې کافي شمېره کې لومړني ، منځيني او دلېسو ښوونځيو جوړکړي دي. د اسلام د مطالعي لپاره يې ديني کتابونه هم خپاره کړي ، دې ټولنې تراوسه پورې ۲۰۰ټوکه مختلف کتابونه خپاره کي چې په خواکې ورسره اډيو او وډيو درسي کېسټې هم خپروي. د ټولنې مشر دکتور مناظر احسن دی، هغه د الجزيرې سره په يوه مرکه کې داسې وويل: د دې ټولنې غړو نژدې ۳۳۰۰۰ وګړي اسلام ته راوستي دي او د نامسلمانو وګړو د پوهاوي لپاره پرله پسې درسونه پخپلو درسي ټولګيو اوخونو کې ورکوي. په برتانيا کې د۱۰۰۰ څخه زيات جوماتونه دي، چې په هغې کې له ۲۰۰څخه زيات په اسلامي طرز جوړ شوي دي. څرنګه چې د برتانيا مېډيا او رسنۍ د يهوديانو په کنټرول کې دي ؛ نو ځکه اسلام په مسخ شوي شکل خلکوته وړاندې کوي. په داسې حال کې چې د مسلمانانو سره د مقابلې لپاره دومره وسايل نشته . د لندن د کليسا د پلټنې اداره په خپل تازه سروې کې وايي چې په لنډو کلونو کې به مسجد ته د تلوونکو مسلمانانو شمېر د کليسا ته د تلوولنکو څخه زيات شي. په ۱۹۹۵ز کال کليسا ته د تلوونکو مسيحيانو شمېر اووه نيم لکه کسان وو، چې په همدې کال مسجد ته د تلوونکو مسلمانانو شمېر پنځه نيم لکه کېده ، خو د پنځو کلونو څخه وروسته به د مسلمانانو شمېر ورڅخه زيات شي. د ځينو کلونو د شمېرنې په لحاظ په برتانيا کې اوسطاً هرکال مسجد ته د تلوونکو مسلمانانو شمېر ۳۲۰۰۰ ياتېږيږي  په داسې حال کې چې کليسا ته د تلوونکو عيسايانو شمېر په کال کې ۱۴۰۰۰ کمېږي.

لندن ټايمز پخپله يوه ګڼه کې (برتانوي مېرمنې ولې اسلام قبلوي؟) يو مفصل مضمون ليکلی چې په هغې کې يو عنوان داسې دی: (دلويديځو دښمنانه پاليسيو سره سره اسلام د لوديځ زړونه فتح کوي!) د مضمون لنډيز دا دی چې په برتانيا کې اوس دومره خلک اسلام قبلوي چې په تاريخ کې دهغې ساری نه دې ليدل شوی. اخبار دا هم ليکلي چې په نوي مسلمان شويو کې د مېرمنو شمېر ترنرانو څلور چنده زيات دی. بيا اخبار داسې تبصره کوي: (په نويو مسلمانانو کې زياتره مېرمنې دي په داسې حال کې چې په ټول لوديځ کې دا تبليغات کېږي چې اسلام د مېرمنو سره ډېر سپک او بدسلوک کوي). لندن ټايمز د اسلام د خپراوي لاملونه داسې بيانوي: ( لويديځ وال د جرمونو د زياتوالي ، د کورني نظام د نړيدلو ، د نشيې توکو د اسمتعمال او دشرابو څښلو څخه په تنګ راغلي دي. هغوی په اسلام کې د نظم ، دسپلين او امنيت ستاينه کوي).

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close