موټرچلوونکي: د بغلان ولایت په مربوطاتو کې څو ځایه راڅخه ناقانونه پیسې اخیستل کیږي.

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۹)

بغلان ولایت ته تلونکي د باروړونکو توکو موټروانان شکایت کوي چې په لاره کې ورڅخه څو ځایه ښاروالي، ترانسپورټ، پولیس او نورې ادارې په بیلابیلو نومونه پیسې اخلي.

موټروانان شکایت کوي، چې د لارې پر سر پوستې او د ښار په دخولي دروازو کې د ښاروالۍ او ګمرک په نوم ناست کسان یې څوځایه ودروي چې بیا په سلګونو روپیو هم قناعت نه کوي.
په بغلان کې یوه موټر چلوونکي پژواک ته ویلي “ له تخار ولایت څخه مې بوس بار کړي او مزارشریف ته روان یم، په لاره کې را څخه د اجاره دارۍ او ترانسپورټ په نومونو سلګونه روپۍ واخیستل شوې، نه پوهېږم چې دغه پیسې د څه لپاره او په کوم قانون اخیستل کېږي“
موټروانان وایي، د ګمرکاتو په نوم دا کسان د ورځې له هر موټر نه ۵۰-۱۰۰ افغانۍ اخلي خو د شپې بیا په ۴۰۰ هم قناعت نه کوي.
خو د پلخمري د ترانسپورټ ریاست دا ستونزه ردوي او زیاتوي چې دوی یوځای قانوني ترمخې ګمرک اخلي او نور هیڅ ځای نشته چې له موټروانانو ناقانونه پیسې واخلي.

دا یواځې بغلان نه دی بلکه، د اروزګان کندهار پر لویه لار، دغه راز په فراه ، کندهار پکتیا، او ګڼو نورو ولایتونو کې هم ورته ستونزې روانې دي.
موټروانان وایي، دلارو پر سر د ملي اردو پوستې ورڅخه باج اخلي او که ور یې نه کړي ستونزې ورته جوړوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close