موږ ازاد یو!!؟

کابل ټکی کام ۲۶ زمری ۱۳۹۴

لیکنه اسامه وزیروال/ له ادبي لیکنو څخه

ستړی ستومانه راغی او په کټ کې اوږد وغزېد.
واه سپوږمۍ؛ ته ورشه او له هغه سپېداره اوږده لکړه را غوڅه کړه.
څه یې کوې وه پلاره، نن لکه چې بیا \\\\\\\”خپلواک\\\\\\\” شیطانت کړی او په لکړه یې وهې ؟!

چوپ شه د خرې لورې؛ ته نه ګورې چې د ازادۍ ورځ را نږدې ده، نن مې په دوکان درې بیرغونه پورته کړل، بیا مې د ملک اکا پر میلمستون یو بیرغ پورته کړ او بیا د کلي بر سر ته، په هغه لوړې غونډۍ وختم څلور غبرګ بیرغونه مې هلته هم پورته کړل.

پلاره؛ بیرغونه پورته کول څه ګټه لري، نن زموږ مالم صیب ویل چې موږ ازاد نه یو او بلا کاپیران مو په وطن کې ډانډس کوي.
چوپ لعنتي نجلۍ؛ وایم چې سر له سبا څخه ښوونځي ته ولاړه نشې، ته لا د اوسه په پنجابي فکر روزل کیږې.
دا د پنجابیانو خبرې دي؛ موږ شکر ازاد یو، وطن مو خپل، پاچا مو خپل، کابینه او ولسي جرګه مو خپله او عسکر او جنرال مو خپل دي، دا د پنجابیانو خبرې به نه راته کوې، زر ولاړه شه او لکړه راوړه، دستي یې دلته پورته کوم چې دښمنان پرې وسوځوم.

ګلاب دین په خورا تکلیف ونې ته وخوت، له ځانه سره ګوڼېده او د توت په لوړ ښاخ یې شین ـ سور او زرغون بیرغ هسک کړ.
چې را ښکته شو لاسونه یې وڅنډل، یو وار نسوار یې له شونډې لاندې تخته کړل، پورته یې ونې ته وکتل، مسک شو او لور ته یې ور غږ کړ:
اې سپوږمۍ؛ ته وګوره د خرې لورې زموږ ملي بیرغ(!) څومره ښه ښکاري.
★★★ ★★★ ★★★ ★★★
قاري رحمن الله د ګلاب دین اکا خوریا و او په ایران کې یې د دریو کالو را هسې دیاړي مزدوري کوله؛ په ایران کې پولیسو ونیو او ماښام نږدې د ماما کور ته را ورسید.
ګلاب دین اکا یې خوریې ته وویل: کاري صیب خفه نشې، اوس وطن جوړ دی لخیره، بس همدلته به کار ـ روزګار جوړ کړې او قوت لایموت به پیدا کوې.

د ماسخوتن له لمانځه وروسته د بنګنو طیارو ټیټو او توندو پروازونو قاري رحمن الله وارخطاء کړ خو ماما یې ډاډ ورکړ؛ بېغمه ویده شه، امریکایان په ګل کې غوټۍ نه خطاء کوي، یو څو پنجابیان په کلي کې لیدل شوي طیارې د هماغو لپاره ګرځي او د شپې به یې که خدای کول ختم کړي.

د سهار د لمانځه څخه وروسته ملاصاحب کلیوالو ته مخ راواړاوه: امریکایي طیارو د ګلاب اکا کور بمبارد کړی؛ ټول په ګډه راځئ چې د ګلاب اکا د کور له کنډراتو څخه د شهیدانو جسدونو را وکاږو، او هیڅوک باید د آزادۍ جشن ونه لمانځي، یو مخ هدیرې ته ولاړ شئ او قبرونه وکیندئ.

یو سپین ږیري کلیوال د ګلاب اکا په انګړ کې ولاړ توت ته وکتل چې تور ـ سور او زرغون بیرغ پکې وزرې وهلې؛ اوږد اسوېلی یې وکیښ او غږ یې کړ:
له جنازو مخکې له دې توت څخه د غلامۍ بیرغ را ښکته کړئ، د دې بیرغ تر سیوري لاندې ازادي لمانځل په مړو پسې د خیرات پر ځای ډولونه وهل دي.!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close