موږ ولې اسلام منلی؟

(برخه: اتمه) ژباړه: عبدالواسع « صابر » او امان الله « اماني » 

روسيه:

د صليبي تزاريانو او و حشي کمونيستانو په دوران کې دمسلمانانو په ختمولو کې هغوی دواړو هېڅ ډل کمی ونه کړ ، او څومره يې چې وسه رسيده ، هومره يې مسلمانان شهيدان کړل. د باوري راپورونو سره سم يوازې د کمونيستانوپه دوران کې لس ميليونه مسلمانان شهيدان کړای شول، او روسي تزاريانو په ټوله سميه کي د مسلمانانو عامه وژنه پېل کړی وه.

د لينن له دورې څخه مخکې په روسيه کې ۲۶۰۰۰مسجدونه وو ؛ خو د کمونيستانو په اخيري وخت کې يوازې۴۰۰ جوماتونه هسې په نامه پاتي وو، نور ټول ياخراب شول  يا دا چې په نورو ودانيو بدل کړای شول،  په زرګونو علماء اعدام او شهيدان شول.

خو له کوم وخت څخه چې کمونيستي وحشت ختم شوی ؛ نو د مسلمانانو شمير  ۲۵ ميليونو ته رسيدلی. او دا وړاندوينه شو، چې تر ۲۰۲۵کال پورې به هر درېيم روسي مسلمان وي.

په  تاتارستان کې د کمونيستانو په وخت کې يوازې ۱۸ جوماتونه وو، چې اوس نژدي ۸۰۰ ته رسيدلي دي.

ايټاليا:

په ايټاليا کې اسلام اوس دويمه درجه مذهب اودين ګرځيدلی دی، د ايټاليا په ۶۰ميليونه نفوسو کي د مسلمانانو شمېر يو ميليون ته رسېدلی. يو ايټالوي ژورناليست ليکلي ، چې لس زره اصلي ايټاليايانواسلاام قبول کړی او د جوماتونو شمېر يوازې، چې څو کلونو کي د ۱۲ څخه ۴۰۰ ته رسيدلی دی، يوازې په يو کال کي ۳۰۰ ايټاليايانو اسلام  قبول  کړ.

هالينډ:

په هالينډ کې په  کال  ۱۹۵ز کې د مسلمانانو شمېر ۵۰۰  و، چې شل کاله ورسته  يولک شل زره شول او لس کاله ورسته څلور لکه  او پنځلس کاله وروسته شپږ لکه  او همداسې مخ په وړاندې روان دی.

 په ۱۹۷۰کال کې د جوماتونو شمېر ۵ و، چې په ۱۹۹۰ز کال ۳۰ ته پورته شو اوس نور هم زيات شوی دی . په هالينډ کې ډېر بهرني خلک مسلمانان دي ؛ خو خپله هالينډ يزي اوسيدونکو هم په ډېر شميرکې اسلام قبوکړی او اوس دهالينډ دويم مذهب اسلام دی ، چې په يارلمان کې هم څوکۍ لري.

په هالينډ کې۴۵۰۰ د څارويو د حلالولو ځايونه دي ، چې په هغې کې يوازې۵۰۰ د مسلمانانو لپاره د شريعت سره سم حلاله کوي.

استريا(اتريش):

په اتريش کې په ۱۹۵۱ز کال کې د مسلمانانو شمېر ۳۰۰ تنه  و؛ خو اوس تر درې لکو هم زيات شوی، په ۱۹۷۹ز کال کې اسلام د يومذهب په توګه په اتريش کې په رسميت وپېژندل شو، په ويانا کې ۱۹۷۹زکال کې يوازې يو جومات افتتاح شو، په بالقان کې  د مسلمانانو ختمولو او ورکولو منظم کوښښ روان دی ، د بوسنيا او کوسوا په جګړو کې نږدې دوه لکه مسلمانان شهيدان کړای شول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close