موږ پر کومه خوا روان یو!؟/ خالد روان

موږ تراوسه خپل لومړیتوبونه پېژندلي نه دي او دلته د ورځ تربلې د بدترۍ یو علت همدا د لومړیتوبونو نه پېژندل دي. امریکا او په ټوله کې کفري نړۍ زموږ هېواد په بشپړه توگه اشغال کړی دی؛ خو دلته لاهم خلک د ولسي جرگې، ولسمشرۍ، ولسوالیو شوراگانو او ولایتي شوراگانو د ټاکنو لپاره هیلې لري، ځانونه نوماندان کوي، مبارزه کوي، خو د اشغال د پای ته رسولو لپاره له خولې سپوڼ هم نه باسي.

د امریکا د دومره مرستو سره ـ سره دلته له نیمايي ډېر خلک په لوږه ویده کېږي، بې‌کاري په اوج کې ده، هره ورځ زرگونه ځوانان په قاچاقي لارو اروپايي هېوادونو ته روان دي، لوستي ځوانان مو په ریړو سبزي پلوري، خو په امریکا کې له ښوونځي فارغ شوي خلک وزیران کېږي، د وزارتونو مرستیالان کېږي او په ټوله کې دلته حکومت هغه چاته لومړیتوب ورکوي، چې امریکايي تابعیت ولري او یا یې په امریکا کې تر دولسم زده کړې کړي وي.

حکومت کې اداري فساد اوج کې دی، قانون یوازې د غریبانو او بې‌چاره خلکو لپاره جوړ شوی، نور په ټوله کې د ۹۰یمې لسیزې وخت دی. د پاټکیانو ځایونه اربکیانو نیولي، شمال کې پخوانۍ جنگي ډلې بیا ښکر په ښکر کېږي، کابل کې د جمعیت، وحدت او نورو پاچاهي ده. امریکا ټولو ته لارښوونې کوي، خو ښار ته راویستونکي وسله‌‌وال یې بېلابېلې بڼې لري. اشرف غني یوازې خپلو چیغو او فېسبوکي خیاطانو ته خوشحاله دی، چې د زرکلنی د عمر دعاوې ورته کوي، خو دی بې‌چاره په شپېته کلنۍ کې له عقل څخه خلاص دی.

امریکایان زموږ له ارزښتونو سره لوبې کوي، دلته یې داسې جگړه پیل کړې، چې نه خپله ماتې منلی شي او نه د طالبانو په بریا اعتراف کولی شي. امریکایان زموږ کانونه، ملي شتمني، عام خلک او په ټوله کې د افغانستان په بنسټیزو پروژو په ورانۍ پیل کړی او حکومت ورته مړې سترګې نیولي. حتا پر وړاندې د مبارزې او خواخوږۍ غږ هم نه شي اوچتولی. نو په داسې وخیم حالت کې نه ټاکنې، نه حکومت او نه قانون کومه معنا لري، بلکې هر څه یوازې د خلکو په سترگو کې خاورې شیندل دي.

موږ پر داسې لارو روان یو، چې مخ کې یې د لویو گړنگونو نرۍ لارې دي او که موږ یو قدم مخکې ځو، نو هر څه له لاسه ورکوو. په ټولنه کې ورځ تر بلې فحشا ډېرېږي، په تلویزونونو کې داسې اعلانات خپرېږي، چې هېڅ زموږ د ټولنې له کلتور سره اړخ نه لگوي، رسنۍ په ټوله کې زهر پاشي او خو که څوک یې پرضد مازې خبره وکړي، نو بیا پرې د ټاپو بارانونه وي. همدغه کس بیا د بیان د ازادۍ دښمن او حتا د افغانستان د ملي گټو ضد انسان کېږي هم.

که امریکا یوه ورځ دلته پاتې کېږي، نو موږ ته بغیر له مرگ، وېرې، ورانۍ او زموږ د ملي شتمنیو د لوټ څخه کومه بله معنا نه لري. راځئ د دې حالت څخه د وتلو لپاره بنسټیز فکر وکړو. د امریکا پرضد د هر مبارز، هر وسله‌وال مخالف او په ټوله کې د روان جهادي بهیر کلک ملاتړ وکړو، ځکه یوازېني خلک طالبان دي چې موږ ته د بیا ازادۍ هیلې راکولی شي او دغه هیلې زموږ په حقیقت بدلوي. نور له ټولو هیله ختلې ده او طالبان به دغه هیله د لوی الله جل جلاله په مرسته سرته رسوي. ان شاء الله

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close