مړې پیسې

لیکوال :نصیب ځدراڼ
ساودل خولې ته یي توف دانې ور پورته کړه.نصوار ېي توف کړل پکي په لستوڼي یي خوله پاکه کړه،بیا یی په خبرو شروع وکړه.
نو نیاز مامده باور دي وشه چې ډیره ښه موقع ده،د لاسه یې مه ورکوه،ولسوال صیب درته رالیږلی یم چې نیاز مامد ته ورشه ورته اوایه چې ستاسو په کلي کۍ ته لګ مشر یي او کسان هم لري،نو یوه پوسته جوړه.وسله،موټر او پریمانه پیسې دي په ما دي.په کور کلي کي به  ګرځي معاشونه به درته راځي.”
نیاز مامد ځواب ورکړو “یاره صفا خبر چې وي دومره کارو ته مې د وسه نه کیږي،بل مې زامن دا خبر چرته راسره مني،ته ولسوال صیب ته اوایه چې بل څوک وګوري!!!
ساودل بیا لګیا شو.زه ځمه خو بیا هم سوچ پری وکا،مړې پیسې دي،ما درې موټر هم د خارجیانو سرا لګولي، زامن مې په کلی مي کرځی راګرځي پوسته ساتي..او په کلي کې څوک سر نشي راڅخه پورته کولای،د ګل دین زامن د طالبانو سرا وو له کلي مې پسې واخسیتل.او  کډه یي بل کلي ته یوړه،هغه یو وراره یې طالب وو سرا د موټر سایکل مو ګیر او ختم کړ.امنیت مو سخت ټینګ کړی!!!!
نیاز مامده! زه ځمه بیا به حال راکي ګوره دا باندي موټر چې ولاړ ده زما شخصي موټر ده،اتلس لکه افغانې قیمت لري،هم صنفی مې یي ،زړه مې درباندي بدیږي ځکه درته راغلم.دا زوړ ټیکسي موټر چې ته چلوي په دا نه شل کیږي.او ساودل لاړو.!!!!!!
خو نیاز مامد ځواب  ور نکړو،
وخت تیریدو درې میاشتې ورسته سهار وختي چې  لمر د ځمکې په سر خپل وزرونه غوړول  خلک له کورو څخه نه وو راوتلي داسي درز شو لکه زلزله چې شي ټوله ځمکه وښوریده،په خلکو کې ویره خوره شو،سړي د کورو څخه راوتل،مخامخ د غره په لمن کې د خارجیان او د  داخلیانو د ګډ پوځي مرکز څخه تور لوګي پورته شول،لګ ورسته چورلکې راغلې،
ورز رڼا شوه حال راغی چې طالبانو د خارجیانو په مرکز د موټر بم برید کړی،دوی تلفات نه مني خو شاوخوا کلیو ته یي د داخلیانو ډیر مړي راوړي.او د خارجیانو مړی په چورلکو کې کابل ته انتقال شول.
دوهمه ورز چا اوویل چې په هغه چاودنه کې د ساودل دوه زامن او یو وراره هم وژل شوي وو.
نیاز مامد چې خبر شو نو وا یي  غوښتل چې فاتحه ته ورشي او بله ورز سهار په لسو بجو کور ته ورغی،په دروازه یي پیره ولاړه وه،
د سادول رنګ ډیر خراب وو،نیاز دعا ورته وکړه او ټول غلي کیناستل،د کلي یو څو کسان وو نور زیات محلي پولیس ناست وو!!!!
نیاز تسلی ورکړه چې ساودل وروره په سختیو کې صبر په کار ده.خفه خو موږ هم یو خو صبر نا بغیر بله لار نشته.
سادول  لګیا شو،نیازه مامده،د بچیانو او د وراره غم مې یو طرف ته خو ته دا خلک ګوره چې فاتحه ته نه راځي،په جنازه کې د کلی  ټول یولس تنه وو.
لګ وخت غلی وو بیا لګیا دولت هم راڅخه په شا شوی،اربکیانو ته معاش زه له جیبه ورکوم،یو موټر مې ورته خرڅ کړو اوس مجبور یم چې بل موټر ورته خرڅ کړم.پوسته مې جوړه ده،د طالبانو په بدي ککړ یم،ځان په څه شي وساتم؟
دوه د ګل غوندي زامن مې د لاسه ورکړل.نیت لرم چې کابل یا پیښور ته کډه یوسم.
نیاز  ته یي مخ ور واړوو “نیاز مامده ته څومره بختور یي،شکر اوباسه د ورزي ټیکسي وچلوي بیګا بیغمه کور ته راشي.هیڅ شی غم درسره نشته“.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close