مژده: طالبانو د حکمتیار تجزیې ته ورته طرحه څو کاله وړاندې رد کړې

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده بیا وایي؛ طالبانو آن د۲۰۱۵ په دسمبر کې ویلي و، چې هر هغه اقدام ورته د منلو نه ده چې هیواد د تجزیې بوی ترې پورته کیږي.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۵ فرید افغان)

له نیویارک ټایمز سره د حکمتیار تازه مرکې چې د سولې لپاره یې طالبانو ته د امن ساحو په نوم د ځینو ولایتونو د سپارلو وړاندیز کړی او ټینګار یې کړی و، چې اشرف غني هم ورسره یاده طرحه منلې ، ګڼ غبرګونونه راپارولي، ارګ ویلي د حکمتیار څرګندونې د هغه شخصي نظر دی او د حکومت رسمي نمایندګي نه کوي.
د حزب اسلامي ویاند حمید عزیزي وایي؛ چې د حکمتیار طرحه د زیاتې خونریزي مخه نیسي ځکه چې په وینایي تر نیم افغانستان زیاته واکمني د دوی په لاس کې ده او دا طرحه کولی شي طالبان په خپلو تر واک لاندې سیمو کې د سولې په اړه خپل ځانونه ښه منسجم کړي.

خو د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده بیا وایي؛ طالبانو آن د۲۰۱۵ په دسمبر کې ویلي و، چې هر هغه اقدام ورته د منلو نه ده چې هیواد د تجزیې بوی ترې پورته کیږي.
نوموړی وایي؛ دا وړاندیز په ۲۰۱۵ کې افغان حکومت مخامخ طالب استازو ته کړی و چې دهغوی له خوا په کلکه رد شوی و.

مژده دحکمتیار دهغې خبرې په ځواب کې چې ګواکې لا هم د طالبانو له مشر سره په تماس کې ده وویل؛ که حکمتیار کولای شوی له طالبانو سره اړیکې ټینګې وساتي، بلکل د سولې له بهیر سره نه یوځای کیده.
د مژده په خبره؛ افغان دولت ته د حکمتیار د راتګ دلیل یو داهم و، چې تولې غوښتنې یې د طالبانو له خوا رد شوې او مجبور شو چې له دولت سره یوځای شي.

نوموړی زیاتوي؛ حکمتیار غوښتل چې د یوخپلواک ګروپ په توګه په افغان جګړه کې ونډه ولري، خو طالبانو ورته ویلي و، چې تاسو کولای شئ زموږ د ډلې یوه برخه جوړ شئ .

مژده وایي؛  له حکومت سره د حکمتیار له یوځای کیدلو وروسته نوموړي لومړی پر طالبانو انتقادات پیل کړل.

نوموړی وایي که طالبانو د حکمتیار دا ډول وړاندیزونه منلی یا یې ور ته غاړه ایښې وای، حکمتیار ته هیڅ اړتیا نه وه او تر حکمتیار وړاندې به د سولې له بهیر سره یوځای شوي و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close