مکسیکو کې نامعلومو کسانو ۶ تنه وژلي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۵) احمدالله مهاجر

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی دی، چې د مکسیکو د ساحلي ښار د خوړو په بازار کې نا څرګنده وسله والو پر خلکو ډزې کړي او ۶ کسان یې وژلي دي.

د ګررو ایالت پولیسو رسنیو ته ویلي دي، چې درو نا معلومو وسله والو کسانو د خوړو په بازار کې پر خلکو ډزې وکړې او ځای پر ځای یې څلور تنه ووژل.

پولیسو ویلي دي، چې د دغې پېښې یوې ښځې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

دوی وايي، د پېښې په اړه یې پلټنې دوام لري.

په مکسیکو کې  ګررو ایالت د جرمونو له مخې تر ټولو خطرناکه سیمه بلل کیږي.

د یادولو ده، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په دغه ایالت کې ۴۳ زدکوونکي ورک شوي وو، خو له قوي پلټنو وروسته څرګنده شوه، چې دغه کسان پولیسو تښتولي وو، بیا یې ایګوآلا ښار کې غلو ته سپارلي وو او هغوی ډېر په مرموزه توګه وژلي وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close