میدان وردګو کې د یو ښوونځي ۶۴ زده کوونکې مسمومې شوي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۲ عبدالهادي همت

د میدان وردګو ولایت د بهسودو د دویمې برخې ولسوالۍ د استقلال ښځینه ښوونځي څلور شپیته زده کوونکې مسمومې شوي دي.

د پوهنې وزارت د نشراتو رییس کبیر حقمل رسنیو ته ویلي، چې مسموم شوي زده کوونکې سملاسي روغتون ته لیږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.

حقمل په دې اړه ډیر جزییات نه دي ورکړي، ویلي یې دي، چې د پیښې د عاملينو په اړه پلټنې پیل شوې دي.

ددې پېښې د پلټنو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې مخکې هم د مسمومو شویو انجونو د پلټنو خبر ورکول شوی و، خو کومه پایله یې څرګنده نه شوه او په مرموز ډول د هیواد انجونې ددې خطرناک ګواښ ښکار کیږي.

د یادونې وړ ده ، چې په دې وروستیو کې په بیلابیلو ولایتونو کې د نجونو زده کوونکو د مسمومیدو پیښې ډیرې شوي دي.

په دې وروستیو کې په خوست او تخار کې هم د ښوونځي لسګونه زده کوونکې په مرموز ډول مسمومې شوې وې اوس پوښتنه دا ده چې ولې په هیواد کې یواځې د انجونو د مسمومیدو خبر په بار بار ورکول کیږي، چې په کوما او بیهوښۍ حالت کې د چارواکو لاسونو ته لویږي؟.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close