میدان وردګ:پر واده د افغان ځواکونو د هاونونو برید کې د“زوم“په ګډون ۳ کسان ووژل شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۷)

د میدان وردګو ځایي چارواکي وایي چې د دغه ولایت د جلریز ولسوالۍ اړوند د “زیولات“ په سیمه کې پر یوه کور چې د واده مراسم په کې روان وو، د هاوانونو برید شوی.

د دغه ولایت د ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک رسنیو ته ویلي؛ په دې بريد کې زوم، د زوم د تره زوی او د تره لمسی وژل شوي او درې ماشومان، دوه مېرمنې او څلور کسان ټپيان شوي دي.
نوموړی وایي د سیمې خلک له دولت څخه د پیښې د سپیناوي غوښتنه کوي، خو په خبره یې چې د برید پر مهال په سیمه کې د ښکیلو خواوو ترمنځ کومه شخړه  نه وه روانه.
بلخوا بیا د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمان منګل وایي، چې دغه توغندویز برید د جګړې پر مهال شوی، چې دوه ولسي کسان په کې وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
د نوموړي په وینا؛ لا معلومه نه ده چې په برید کې طالبانو ته هم تلفات اوښتي او کنه.

بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دا برید بشرضده جنایت بللی او ویلي یې دي چې افغان عسکرو دغه برید د هاوانونو په مټ کړی، چې له امله یې د زوم (صبغت الله)په شمول د کورنۍ ۳ تنه شهیدان، د ۴ ماشومانو او ښځو په ګډون ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې په لوی لاس ولسي خلک د داډول بریدونو ښکار کیږي، بلکه افغان او امریکایي ځواکونه تل هڅه کوي مقابل لوري ته د ځوابي بریدونو پر مهال  شاوخوا کلي او کورونه هم تر برید لاندې راولي ، څو پر خلکو فشار زیات کړي چې وسلوالو مخالفینو ته په سیمو کې ځای ور نه کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close