میدان وردګ: جلریز کې امنیتي ځواکونو پوستې پریښې

 

د میدان وردګو له ولایت څخه خبرونه وایي چې طالبانو بیګا شپه د دې ولایت د جلریز ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي.
دولتي سرچینې وایي، د طالبانو په دې برید کې ۱۲ منسوبین وژل شوي او ۳۶ طالبانو ته تسلیم شوي.

د دې ولایت د ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک وایي؛ د یو بیس په ګډون ګڼو امنیتي پوستو سقوط کړی او ولسوالۍ هم د سقوط په شیبو کې ده.

د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمان منګل بیا وایي، په سیمه کې یوې پوستې سقوط کړی او د کابل کندهار لاره له دواړو خواوو څخه تړل شوې.

طالبانو پر خپله ویبپاڼه ‘الامارة‘ د بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي چې د بریدونو په جریان کې د خواجه محمد ولي او یوه بل مهم بیس په شمول ۱۳ پوستې یې په ټولیزه توګه نیولې ګڼ عسکر ورته تسلیم شوي او بې شمیره وسلې، مهمات او وسایط یې لاس ته ورغلي.
طالبانو ویلي؛ په سیمه کې یې عملیات دوام لري، او ملګري یې په بیسونو او پوستو کې د وسائطو او وسلو په راټولو مصروف دی او سیمې ته ورغلي کومکي ځواکونه د دوی تر بریدونو لاندې دي.

بلخوا طالبانو ادعا کړې چې تیره شپه یې د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اړوند قرغان تپې سیمه د محلي پولیسو له ۷ امنیتي پوستو سره یوځای  نیولې او ۱۵ اربکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د کندوز ځایي چارواکو په دې تړاو تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

 

 

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close