میدان وردګ: د اردو یو قوماندان ولسي وګړي سخت وهلي

 

کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۳ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د میدان وردګو د سید آباد ولسوالۍ اړوند د شیخ آباد سیمه کې د ملي اردو یو قوماندان (ظهور سرجنګ) ولسي خلک سخت وهلي ټکولي دي.
ځایي سرچینو کابل ټکي کام ته وویل، چې د ملي اردو یوه قوماندان وروسته له هغه چې په موټر یې د سړک غاړې د ایښودل شوي ماین چاودنه وشوه، خپلو عسکرو ته د سیمې د خلکو او دکاندرانو د وهلو امر کړی دی.
عسکرو په خورا بې رحمۍ سره دکاندران او دکلي خلک چې ماشومان او سپینګري هم پکې و، په کونداغو او لرګیو وهلي دي.
سرچینې وایي چې د سرجنګ قوماندان عسکرو ملکي خلک بې دریغه وهلي چې یو شمیر یې ځایي روغتونونو ته هم لیږدول شوي دي.

خلک وایي چې دا لومړی ځل نه دی چې قوماندان ورسره دا ډول غلیمانه چلند کوي تر وړاندې هم په ځلونو ورته پیښې رامنځته شوې دي.
د سیمې اوسیدونکو ویلي، چې حکومت ته یې څو ځله د دې ځواکونو له خپلسریو شکایت کړی خو چایې ژغ نه دی اوریدلی.
خلکو ګواښ کړی چې که د حکومتي ځواکونو دا ډول چلند دوام وکړ، دوی به د خپلو میشت ځایونو پریښودلو ته اړ شي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د افغان ځواکونو د ظلمونو او خپلسریو له امله خلک د وسلوالو لیکو ته ورغلي او د دولت پر ضد دریځ یې خپل کړی دی.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close