میدان وردګ: د افغان ځواکونو د درنو وسلو په ډزو دوه ښځې وژل شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۶)

راپورونه وایي، چې افغان امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د سیدآباد ولسوالۍ به مربوطاتو کې د ولسي خلکو پر کورونو د هوان او ډیسي توپ بریدونه کړي، چې د مالي تاوان سربیره یې ځاني زیان هم اړولی دی .
خبر زیاتوي، افغان ځواکونو د سرې کلا پر کلي برید کړی او د سیمې د یو تن اوسیدونکي حاجي ګل آغا کور یې له یوې مخې تخریب کړی.
عیني شاهدان وایي، په پیښه کې د ګل آغا د کور دوه  (۲)میرمنې وژل شوې او پراخ مالي زیان ور اوښــتی دی.
برید داسې مهال ترسره کیږي، چې طالبانو تیره ورځ یاده ولسوالۍ په بشپړ ډول تر خپل کنترول لاندې راوسته چې ویل کیږي اوس د طالبانو پر مواضعو او هغو ملکي تاسیساتو چې طالبان په کې شتون نه  لري، د درنو وسلو بریدونه دوام لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close