میدان وردګ: د طالبانو پر محبس د ګډوځواکونو چاپه،محاصره شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱)

له میدان وردګو څخه ورکړل شوي راپورونه وایي ،چې تیره شپه د افغان ځواکونو په ملتیا امریکایي قواوو د جغتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو پر یوه محبس چاپه اچولې
خبر زیاتوي، بهرنيان او افغان ملګري یې د طالبانو له قوي غبرګون سره مخ شوي ، او اوسمهال د طالبانو په محاصره کې دي.

طالبان وایي “ترچاپې څو شېبې وړاندې او لومړنیو لحظو کې مجاهدین توانېدلي خپل ټول بندیان له دغه ځایه خوندې ځایونو ته نقل کړي.“
د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي، اوسمهال یادې سیمې ته امبولانس چورلکې پروازونه کوي او اټکل کیږي چې ګډوځواکونو ته په زیاته کچه مرګ ژوبله اوښتې.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي “ دا مهال سیمې ته نورتازه دمي مجاهدین هم رسېدلي دي ترڅو په دښمن د محاصرې کړۍ لا تنګه او دښمن له منځه یوسي“

ځایي خلک وایي، په سیمه کې هوایی بریدونه هم جریان لري، خو طالبان خپل مقاومت ته دوام ورکوي.

دولتي چارواکو او امریکایي سفارت تر دې مهاله په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close