میدان وردګ: د پوليسو په پوځي مرکز موټربم بريد مرګ ژوبله اړولې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۵)

د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې د پوليسو پر یوه نظامي مرکز موټربم بريد درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړی شريف هوتک وايي، دغه موټربم بريد نن اته بجې شاوخوا د سرتيري بريد کوونکي له خوا شوی چې په موټر کې يې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي او د کورنيو چارو وزازت د يوه نظامي مرکز مخې ته يې چاودنه ورکړې ده.

ويل کېږي، چاودنه هغه مهال شوې کله چې ياد مرکز ته کارکوونکي د خپلو دندو لپاره راتله.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حکمت الله درانی وايي، په بريد کې پنځه تنه وژل شوي او دولس تنه نور ټپيان دي.

سيمې ته نږدې سرچينې وايي، ټوله مرګ ژوبله د ياد پوځي مرکز پرسونل او نظامي کارمندانو ته اوښتې ده.

د بريد مسئوليت طالبانو منلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه لیکلي، په ميدان ښار کې په یوه لويه مهمه قرارګاه بريد د يوه سرتيري بريد له لوري شوی چې له امله يې لسګونه افسران او عسکر وژل شوي، خورا ډير وسايط له منځه تللي دي.

مجاهد زياتوي، د ياد بريد نور جزيات به وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close