میدان وردګ: د ګډو ځواکونو عملياتو کې درې کوچيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۴)

د میدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې يوځل بيا ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ په قلعه سنګي سيمه کې رامنځته شوې ده.

ځايي اوسېدونکي وايي، د صفر یک قطعې عملياتيعسکرو چې بهرنيو ځواکونو يې هم ملتيا کولو د يو شمير کورونو دروازې په بمونو الوزولي، کورونه يې پلټلي او عام خلک يې زورولي دي.

سيمه ييز خلک وايي، ګډو ځواکونو درې تنه کوچیان وژلي زياتوي چې کوچیان د عملياتو پر مهال له خيمو راوتلي و چې د عسکرو په ډزو ووژل شول.

په وروستيو کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د ملکي تلفاتو کچه زياتوې شوې چې په لړ کې يې تيره ورځ هم دولتي ځواکونو د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د واده پر يوه پروګرام بمبار وکړ چې د ځايي سرچينو په وينا دري دېرش ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنيوي او شکاياتو اورېدو کمېسیون تيره ورځ په يوه راپور کې وويل، په تيره مياشت کې د بهرنيو او کورنيو عسکرو په هوايي بريدونو، شپنيو عملياتو او بمبار کې (درې سوه پنځه دېرش) ملکيان وژل شوي چې  (اتلس) پکې ميرمنې او (لس) ماشومان دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close