میدان وردګ: د ګډو ځواکونو عملياتو کې د يوې کورنۍ دولس غړي او دوه سپين ږيري وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲)

د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو شپنيو عملياتو او بمبار  کې څوارلس ملکي وګړي وژل شوي چې دوولس يې د يوې کورنۍ غړي دي.

د جغتو اوسېدونکي وايي، وړمه ورځ د يادې ولسوالۍ مربوط “ملاحافظ” کلي ته افغان او بهرني ځواکونه د عملياتو لپاره ورغلي چې پر مهال يې د ګڼو کورونو دروازې ماتې کړي او خلکو ته يې د مالي زیان سربيره ځاني زيانونه هم اړولي دي.

د کلي یو تن اوسېدونکی ریاض وردګ وايي، د عملياتو پر مهال ګډو ځواکونو د مسيح الله په نوم د يوه تن کور بمبار کړی چې په ترڅ کې يې د ميرمنو او کوچنيانو په ګډون د یوې کورنۍ دولس غړي وژل شوي دي.

د وردګ په وينا، له بمبار وروسته د کلي سپين ږيرو غوښتل چې له خاورو د شهيدانو جسدونه راوباسي خو د “عبدالحليم او معراج” په نوم د کلي دوه سپين ږيري د ګډو ځواکونو له لوري په نښه او وژل شوي دي.

د يادونې ده، چې وړمه شپه هم امريکايي او افغان ځواکونو د کاپيسا تګاب ولسوالۍ په بدراب سيمه کې د واده مراسمو پر مهال پر يوه کور بمبار وکړ چې له کبله يې نهه ملکي وګړي ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.

په وروستيو کې د هېواد په بېلابيلو ولايتونو کې د ګډو ځواکونو د زياتېدونکو شپنيو عملياتو او بمبارۍ له کبله ملکي وګړي په نښه کېږي چې يواځې د تيرې يوې اوونۍ د مرګ ژوبلې شميرې يې له سلو اوړي.

که څه هم ځينې سياستوال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زياتېدل د خواشينۍ وړ مسله بولي خو تر اوسه چارواکو او مسوولینو د ملکي وګړو د مخنيوي په اړه هيڅ ډول اقدام نه دی کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close