میدان وردګ: شپنيو عملياتو کې ملکي خلکو ته مالي او ځاني زيان اوښتی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۴)

د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې ملکي وګړو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، ګډو ځواکونو د يادې ولسوالۍ اړوند د السنګ سيمه کې د ملکي خلکو د ګڼو کورونو دروازې په بمونو والوزولې او خلکو ته يې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

د السنګ يوتن اوسېدونکی محمد حسن وايي، د چاپې عسکرو د عملیاتو پر مهال کورونه پلټلي، خلک يې وهلي او د شيرباز ولد امرالدين په یو تن يې په ډزو سره وژلی دی او يو بل ټپي دی.

نوموړی وايي، په عملياتو کې دوه کورونه او يو مسجد ويجاړ شوي او کله چې عملیاتي ځواکونه بيرته له سیمې وتل اته تنه عام کليوال يې هم له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.

طالبانو د ګډو ځواکونو دغه کړنه جنایت او وحشت بللی او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه د ويجاړو شويو ځايونو انځورونه خپاره کړي دي.

افغان او بهرني ځواکونه ډير کله پر ملکي ميشت ځايونو، کليو او بازارونو شپني عمليات کوي چې تر ډيره پکې ولسي خلک په نښه کېږي او مرګ ژوبله يې هم ملکيان ګالي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close