میدان وردګ: طالبانو د سیداباد ولسوالۍ ونيوله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۵)

له میدان وردګو ولايت څخه راپورونه وايي، چې طالبانو د دغه ولايت سيداباد ولسوالۍ له څو ساعته جګړې وروسته نيولې او ګڼو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

سیداباد ولسوالۍ ته نږدې سرچينې وايي، د ولسوالۍ ودانۍ، امنيه قومندانۍ، د ملي امنيت رياست او شاوخوا ټولې پوستې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

د میدان وردګو ولايت یو شمير امنيتي سرچينو د نوم نه ښودلو په شرط د ولسوالۍ سقوط تاييد کړی خو په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، د سیداباد مرکز او امنيه قومندانۍ په ګډون شاوخوا ټول دولتي تاسیسات او پوستې طالبانو نيولي دي.

د مجاهد په وينا، په جګړه کې ګڼ شمير عسکر وژل شوي او په زياته اندازه وسلې، مهمات او رينجرې هم طالبانو نيولي دي.

تر اوسه دولتي عسکرو او طالبانو ته د اوښتو تلفاتو کره شمير نه دی په ډاګه شوی خو د طالبانو سيمه ييزو سرچينو د دوو طالبانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close