میدان وردګ: غزني ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا مزې پرې شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱)

د غزني د والي وياند عارف نوري وايي، په ميدان وردګ ولايت کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ د جګړې له کبله د ازبکستان د وارداتي بريښنا مزې پرې شوي دي.

د نوري په وينا، تيره شپه د ياد ولايت د سيداباد په سالارو سيمه کې د دواړو لوريو تر منځ جګړه شوې او درې بجې پر غزني وارداتي پريښنا بنده شوې ده.

نوموړی وايي، د يادې بريښنا له پرې کېدو سره د غزني زياته برخه بريښنا نه لري.

په عين حال کې د غزني د ولايتي شورا غړی امان الله کامراني هم د بريښنا د پرې کېدو خبر ورکړی په وينا چې د يادې بريښنا له پرې کېدو سره کارخانې تړل شوي دي.

د غزني د بريښنا شرکت مشر انجنير جان محمد وايي، د بريښنا مزو د بيرته نښلولو لپاره سيمې ته دوه ډلې لېږل شوي خو په وينا يې ډاډه نه دی چې بيرته به بريښنا ونښلول شي او که نه.

د ارغنې له سب سټيشن څخه د ازبکستان د وارداتي بريښنا مزي د سيداباد ولسوالۍ له لارې غزني ته لېږدول شوي چې (يوسل لس) کيلومتره اوږدوالی او د (دوه سوه شل) کيلو ولټه بريښنا د لېږد ظرفيت لري.

افغانستان د پراخو اوبو او سيندونو لرلو باوجود زياته برېښنا د ګاونډيو هېوادو ايران، ازبکستان، تاجکستان له لارې واردوي چې وخت ناوخت د جګړو او ځينو نورو ستونزو له کبله پرې کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close