میدان وردګ قومي مشران: ګډ ځواکونه د عامو خلکو کورونه بمباروي او چاپې پرې اچوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۸)

د میدان وردګو ولايت قومي مشران وايي، د ګډو ځواکونو له لوري له تيرو درو مياشتو راهيسې په پرلسې ډول ملکي وګړي د عملياتو او هوايي بريدونو هدف ګرځېدلي دي.

د یاد ولایت د قومي مشرانو په خبره، د ګډو ځواکونو په عملياتو او هوايي بريدونو کې د طالبانو پر ځای ملکي خلک په نښه شوي چې له کبله يې په ياده موده کې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د میدان وردګو ولايت دغه قومي سپين ږيرو تيره ورځ په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې وويل چې افغان او بهرنيو ځواکونه په خپلو ګډو عملياتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبلې ته پام نه کوي، پر عامو خلکو بمبارۍ کوي او د عامو خلکو پر کورونو عملیات کوي.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې ګډو ځواکونو د جغتو ولسوالۍ اړوند په ملاحافظ کلي کې پر يوه کور هوايي بريد وکړ چې له کبله يې د يادې کورنۍ ديارلس غړي ووژل شول.

قومي مشران وايي، له تيرو درو مياشتو راهيسې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې لا هم دغه لړۍ روانه ده زياتوي د دغه وضعيت دوام به خلک ولسي پاڅون ته اړ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه هم ګډو ځواکونو د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال پنځه ملکي وګړي ووژل او خلکو ته يې مالي زيانونه واړول.

په وروستيو کې په یو شمير ولايتونو کې د ګډو ځواکونو شپني عمليات او هوايي بريدونه زيات شوي چې پکې ملکي وګړي په نښه کېږي او هغوی ته مرګ ژوبله اوړي.

څه موده مخکې د افغانستان د مشرانو جرګې ويلي و چې دوی د شپنيو عملياتو بندول او پکې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي هڅې کوي خو حکومت يې هيڅ غږ نه اوري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close