میدان وردګ- پلخمري: طالبانو شپږ پوستې نيولي، عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۵)

د ميدان وردګ ولايت په چک ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې په ترڅ کې يې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت سيمه ييزې سرچينې وايي، طالبانو تيره شپه په چک ولسوالۍ کې د سربند، بابک او هوټل پوستې د جګړې په پایله کې سقوط شوي او شاوخوا شل عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د چک ولسوالۍ چارواکو د برید د تاييد تر څنګ ويلي چې طالبانو له ځان سره د عسکرو نقليه وسایط او وسلې هم له ځان سره وړي دي.

طالبانو د دغه بريد پخلی کړی او وياند يې ذبیح الله مجاهد رسنيو ته ويلي په دغه ولسوالۍ کې درې پوستې طالبانو نيولي، ګڼ شمير عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او په زياته اندازه لویه او سپکه وسله او مهمات هم د طالبانو لاسته لويدلي دي.

له بلوه پلوه د بغلان ولايت څخه راپورونه وايي، چې طالبانو د پلخمري ولسوالۍ په مربوطاتو کې په دولتي پوستو بريدونه کړي او عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبان وايي، د يادې ولسوالۍ اړوند په چشمه شير سيمه کې د کابل- مزار د عمومي لارې درې پوستې (پل ګرګرک، خاکي، او درمحمد) پوستې يې نيولي، د قومندان درمحمد په شمول اته عسکر وژل شوي او د قومندان نعمت په ګډون درې تنه نور ټپيان دي.

د طالبانو په وينا، د جګړې په پايله کې په زياته اندازه وسلې او مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.

طالبان وايي، په دغه جګړه کې يواځې دوه طالبان ټپيان شوي دي.

تر اوسه د بغلان ولايتي چارواکو په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close