میدان وردګ: ګډوځواکونو ۳۰۰ دکانونه نړولي،۵ تنه ملکیان یې شهیدان کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۴)

له میدان وردګو څخه ورکړل شوي راپورونه وایي چې امریکایي ځواکونو د خپلو افغان ملګرو په ملتیا د دې ولایت د چک ولسوالۍ د “سیبکي“ پر بازار برید کړی او خلکو ته یې بې دریغه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
خبر زیاتوي، ګډوځواکونو لومړی د خلکو دکانونه چور کړي او وروسته یې د درنو وسلو او لویو ماشینونو په مټ شاوخوا درۍ سوه (۳۰۰) دکانونه  نړولي دي.
د دې ترڅنګ سیمیزې سرچینې وایي، افغان او امریکایي عسکرو په دې عملیاتو کې ، ۱ کور، ۳ شخصي موټر هم تخریب کړي دي.
سرچینه زیاتوي،دغه راز یې په مخامخ ډزو پنځه (۵) ملکي کسان شهیدان کړي او ۳ نور ژوبل دي.
ځایي خلک وایي، افغان او امریکایي عسکرو د خلکو باغونه هم پرې کړي او ګڼ شمیر ونې او فصلونه یې له منځه وړي دي.
طالبانو پیښه ستر بشري جنایت بللی، خو افغان او امریکایي چارواکو د تیر په څیر بیا هم د بریدونو په تړاو مرموزه چوپتیا ښوودلې.
باید وویل شي، چې د ملي دفاع وزارت وزیر طارق شاه بهرامي نن په یوه ناسته کې وروستۍ بمبارۍ ستره لاسته راوړنه او نوی تکتیک وباله چې په وینا یې، په دې توګه یې د طالبانو جګړیزه تګلاره کمزورې کړې.
د وروستیو شمیرو له مخې په تیره څه باندې یوه میاشت کې نږدې ۳۰۰ تنه ښځې او ماشومان په شپنیو چاپو او عملیاتو کې وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close