میدان وردګ: ګډوځواکونو ۵ کلیوال وژلي او ګڼ مالي زیانونه یې اړولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۶)

د میدان وردګو له ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وایي چې تیره شپه امریکایي ځواکونو د خپلو افغان ملګرو په ملتیا د دغه ولایت د نرخ ولسوالۍ په صدمرده سیمه کې د خلکو پر کورونو چاپه وهلې او ګڼ تلفات یې ور اړولي

د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړی شريف الله هوتک وایي؛ په دې عملياتو کې درې ولسي کسان وژل شوي چې درې واړه د يو روغتيايي مرکز ساتونکي وو.

خو د سیمې خلک بیا داشمیر پنځه تنه ښیي او زیاتوي چې په وژل شويو کې دوه د يو ښوونځي څوکېداران، يو کس د روغتيايي کلينيک څوکيدار، يو تن په سيمه کې د هټيو(دکانونو) ساتونکى او يو بل د يوې ديني مدرسې زده کوونکى دی.

د میدان وردګو د امنیې قوماندان حکمت الله هم مني چې په وژل شویو کې دوه ملکیان شتون لري خو وایي چې دوه تنه نور طالبان وو، هغه ادعا چې دسیمې خلک یې نه مني.

طالبانو بیا خپلو ملګرو ته د زیان اوښتلو خبرونه رد کړي او زیاته کړې یې ده چې د ګډو ځواکونو په چاپه کې ۲ کورونه منفجر کړل شوي ، د ۱ ډاکتر په شمول یې ۴ کلیوال شهیدان کړي،۱ شخصي موټر یې سوځولی، خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي او ۴ کلیوال یې له ځان سره وړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په همهاله توګه د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې هم د دولتي ځواکونو له خوا د درنو وسلو په ډزو کې یو کور ویجاړ او دوه میرمنې شهیدانې شوې

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close