میدان وردګ: ګډو ځواکونو د شپږ ميليونه افغانيو په ارزښت لوی پل نړولی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۴)

د راپورونو له مخې، تيره شپه ګډو ځواکونو د ميدان وردګو ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ملکي وګړو ته د مالي زيان اړولو سربيره یو لوی پل هم نړولی دی.

ځايي اوسېدونکي وايي، ګډو ځواکونو د يادې ولسوالۍ مربوط په تنګي دره کې د عامو خلکو کورونه پلټلي، د یو شمير کورونو دروازې يې په بمونو الوزولي، خلک يې وهلي او یو شمير غريبکاره کسان يې له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.

دغه راز ويل کېږي، په عملياتو کې د عامو خلکو موټران، موټرسيکلې او ګڼ شمير قيمتي مالونه سوځېدلي چې خلکو ته په زياته اندازه مالي زيانونه اړولي دي.

د سيمې یو تن قومي مشر محمداجان وايي، عملياتي عسکرو د تنګي درې د سپين ورک او علم خېلو د سيمو تر منځ يو لوی پل الوزولی دی.

نوموړی زياتوي، دغه پل تير کال شپږ ميلیونه افغانيو په ارزښت جوړ شوی و چې د یادو کليو شاوخوا دوه زره کورنيو پرې تګ راتګ کاوه.

په وروستيو کې د ګډو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې د خلکو د مرګ ژوبلې سربيره د هغوی نقليه وسایط او مالونه هم سوځول کېږي.

شاوخوا یوه نيمه مياشت مخکې افغان او بهرنيو ځواکونو د ننګرهار، خوګياڼو ولسوالۍ په مملې سيمه کې ورته ډول عمليات کړي و چې دوه د تيلو پمپونو سربيره يې د عامو خلکو شل عرادې موټران سوځولي و او ځينې کاريګر يې هم په ډزو سره وژلي و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close