میدان وردګ: ګډو ځواکونو مدرسه نړولې او پنځه زده کوونکي يې وژلي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۶)

د ميدان وردګو ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال يوه مدرسه ويجاړه شوې او د مدرسې پنځه زده کوونکي وژل شوي دي.

دغه عمليات د يادې ولسوالۍ په اختوم سيمه کې پر يوې مدرسې شوي چې د ځايي اوسېدونکي په وينا پر مهال يې افغان او امريکايي ځواکونو د مدرسې ودانۍ په بمونو والوزلوه، لسګونه ديني کتابونه او قران مجيدونه يې وسوځول او د مدرسې شاوخوا کورونه يې هم پلټلي دي.

د جغتو خلک وايي، په یاده مدرسه کې يواځې دينې زده کړې کېدلې زياتوي چې عملياتي عسکرو لومړی د مدرسې پنځه زده کوونکي چې په ياده مدرسه کې يې زده کړې کولې لومړی را ايستلي او وروسته يې په ډزو شهيدان کړي دي.

دا چې سيمه د طالبانو تر واک لاندې ده طالبانو هم د يادې مدرسې ويجاړېدل او پکې د زده کوونکو شهيدانول يو جنایت بللی دی.

په وروستيو کې افغان او امریکايي ځواکونو شپني عمليات زيات کړي چې تر ډيره پکې ملکي ميشت ځآيونه، ديني مدارس او جوماتونه د خپلو چاپو هدف ګرځوي او پکې عامو خلکو ته مرګ ژوبله او مالي تاوانونه اړوي خو حکومتي چارواکي او بشري ادارې يې په اړه هيڅ غبرګون نه ښيي څو په ملکي خلکو د عملياتو بندېدو لپاره خپل غږ اوچت کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close