میدان ښار کې اعتراض کوونکو د کابل- کندهار او باميانو لاره تړلې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۷)

د ميدان وردګ ولايت اوسېدونکو د اعتراض په ډول په ميدان ښار کې د کابل- کندهار او باميانو لويه لاره د ترافيکو د هر ډول تګ رتګ لپاره تړلې ده.

اعتراض کوونکي وايي، څه موده مخکې يې حکومت ته ځينې غوښتنې ورکړي چې د هغوی له خوا ورته منفي ځواب ورکړل شوی نو ځکه يې د لويې لارې پر تړلو لاس پورې کړږ

د روانې زمري مياشتې په لومړيو کې هم د ميدن وردګ ولايت اوسېدونکو د اعتراض په ډول د ولايت مقام په ګډون د ګڼو دولتي ادارو دفترونه تړلي و او غوښتنه يې کوله چې په رسمي ادارو کې دې دغه ولايت د “میدان وردګ” په نوم وليکل شي، او پوهنتون دې د دشت توپ سیمې څخه ميدان ښار ته راولېږدول شي.

دغه راز د ولايت اوسېدونکي وايي، چې د ښاروال په ټاکلو کې بې عدالتي شوې په وينا يې دوه نوماندانو له ظريفه غفاري “د ميدان وردګ له نوې ښاروالې” څخه نومرې زياتې وړي خو بيا هم ښاروالۍ ته يوه مېرمن ټاکل شوې.

د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو له لوري دغه ولايت لپاره په لېږل شوې مکتوبونو کې او ځينې دولتي ادارو کې يواځې د “وردګ” کليمه کارول شوې چې لاريون وال يې د میدان وردګ ته په اړولو غوښتنه کوي.

که څه هم تېر ځل چارواکو له اعتراض کوونکو سره د هغوی د غوښتنو  د حل وعدې وکړې او اعتراض کوونکو ولايت مقام ته  د کار اجازه ورکړه خو اوس مهال دغه اعتراض کوونکي وايي چې تر هغې يې غوښتنې نه وي منل شوي لويه لاره به تړلې وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close