مېلر: د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري؛ خو پر طالبانو بريدونه ډيروو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۰)

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو نوی ټاکل شوی عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري بايد سياسي حلا لارو ته پاملرنه زياته شي.

مېلر په خپله وروستۍ مرکه کې ويلي، د افغانستان په ډيرو سيمو کې طالبانو پر افغان ځواکونو خپلو بريدونو ته زور ورکړی چې له کبله يې د افغان پوځ د مرګ ژوبلې په شميره کې زياتوالی راغلی دی.

مېلر په عين حال کې د سياسي حل لارو په ټينګار سربيره ويلي چې دوی به پر طالبانو خپل تهاجمي بريدونه هم ډير کړي زياتوي دغه جګړه طالبان هم له پوځي لارو نه شي ګټلی.

سکاټ میلر د روان ميلادي کال په سپتمبر مياشت کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان وټاکل شو چې نوموړی په کندهار کې له نفوذي بريد څخه روغ ووت.

د روان هجري قمري کال د تلې په مياشت کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پامپيو وياند پاکستان ته د هغه له سفر وروسته وويل چې پمپيو هيله لري چې په افغانستان کې روانه جګړه په سياسي حل لارو پای ته ورسوي.

په وروستيو کې د امریکايي او طالب استازو تر منځ د افغانستان د جګړې په حل ناستو خلک هيله من کړي او دې ته ليواله دي چې ژر تر ژره بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي او هېواد کې سوله راشي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close