م زر ما بیا م زر ما

سرلیکنه

د انتخاباتو تېر کمیسیون له مشره نیولې تر کشره یوه هم د انتخاباتو په اړه نه کومه ځانګړې زده کړه درلوده او نه تجربه، همغه و چې د ولسي جرګې د اوولسمې دورې انتخاباتي کار او فعالیت یې سخت وشرماوه چې  له امله يې بالاخره ولسمشر ټول په یوه حکم له دندو ګوښه کړل.

که فرضاً پرېښودل شوي وای کېدای شي نورې خرابۍ به یې هم را منځته کړې وای خو د تېرو خرابیو په اړه دولت پټه خوله شو او پایله یې ملت سره شریکه نکړای شوه، حال دا چې د ډېرو خلکو حقوق تر پښو لاندې شول، د اخلاقي بېلاریو او د خپلوۍ پاللو چیغې پورته شوې چې د انتخاباتو کمیسیون حیثیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی و.

لویې څارنوالۍ دغه لرې کړای شوي کسان ممنوع الخروج هم اعلان کړل؛ خو تر اوسه نه ده معلومه چې لویه څارنوالي به په دې اړه څه وکولای شي.

خو اوس حکومت دا ځل د انتخاباتو د کمیسیون د کمشنرانو د ټاکلو له پاره رسمي احزاب او د ولسمشرۍ نوماندان هم را شریک کړل چې یو یو غیر ګوندي کس به ورمعرفي کوي او  په رایې ورکولو کې برخه واخلي.

نوي کسان که څه هم د پخوا په تناسب د یوه ښه طرزالعمل له مخې غوره کړای شول، پخوا پر ولسمشر تور لګېده چې د انتخاباتو کمیسیون ته راوستي کسان یې خپل کسان دي؛ خو دا ځل به پر ولسمشر تور نه لګول کېږي ځکه وایي به چې دغه کسان خو تاسې پخپله غوره کړل؛ نو د شکایت حق نلرﺉ نو د احزابو او ولسمشرۍ د نوماندانو خوله به تر ډېره پورې ټپ شي؛ خو یو مشکل به تر ډېره پورې د لازمو ظرفیتونو د نشتوالي له لامله بیا هم پاتې وي، نوي استخدام شوي کسان هم په دې فیلډ کې هېڅ ډول کاري تجربه نلري.

 په کار دا وه چې داسې څوک معرفي شوي وای چې په دې برخه کې یې کافي کاري تجربه درلودلای. نو ویلای شو چې فعلیي ادلون بدلون د (م زر ما بیا م زرما) په څېر عمل شو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close