ناتوانه ناټو/فکرمل طالب

فکرمل طالب

 

له سوبونه ناتوانه ناټو

لويدلې له ارمانه ناټو

 

زمونږه د ټاټوبي مجاهد مؤمن ولس

نیولې له ګرېوانه ناټو

 

د مرګ سایه دې په غربي لیوانو پرېوتله

نورفناکیږي له جهانه ناټو

 

دکلیساپه قول جنګ کوي سوګند یې کړی

له تا سره اسمانه ناټو

 

د تکبیرو ملکوتي چغو یې زړه ویستلی

بیا تښتي له میدانه ناټو

 

لکه د تېر په څېر دې بیاکړله نسکوره نړۍ

غازي افغانســتانه ناټو

 

داواربه ستاپښوته سجده لګوي ړنګه به شي

زمریه طالب جانه ناټو

 

له خپل مغروراوکبرجن حال دې راولوَ وله

دفکرمل طالب جانانه ناټو

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close