نادري: د میرمنو په هکله د طالبانو دریځ د منلو وړ نه دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۲)

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون مشر نادر نادري تیره ورځ د “الفا“ په نامه د میرمنو په هکله په یوه جوړ شوي کنفرانس کې وویل، د میرمنو په هکله د طالب چارواکو دریځ ناقص ده او په وینا یې چې دا تګلاره به میرمنې او د دوی د حقوقو فعالان په هیڅ ډول ونه مني.

نوموړي وروسته تر هغه دا خبرې کړې، کله چې په مسکو کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر عباس ستانکزي په یوه خبري ناسته کې وویل؛ چې دوی تیار دي میرمنو ته د تعلیم او تربیې، روغتیا او نورو ټولو چارو کې د اسلامي شریعت موافق ونډه ورکړي او دوی د دې کار هیڅ ممانعت نه کړی او نه یې کوي،ستانکزي دغه راز ویلي چې د غرب او امریکا په څیر د ښځو آزادۍ ته هیڅ ژمنتیا نه لري .
نادري د ستانکزي دا خبرې غندلې او ویلي یې دي چې “د نن ښځې د ۱۸ کاله وړاندې له ښځو سره توپیر لري او باید پوره آزادي ورکول شي“
نادري د طالب مرکچي خبري د میرمنو د ازادۍ په مخ کې خنډ بللې او له میرمنو یې غوښتي چې باید د ټولنې د یوه لوی قشر په توګه یې له منلو انکار وکړي .

د ده په خبره،چې د سولې تر راتګ وړاندې مهمه دا ده چې د نورې نړۍ په څیر د میرمنو آزادي ته ټول لوري ژمنتیا څرګنده کړي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close