ناسا اداره فضانوردان مریخ ته د تګ لپاره څنګه تشویقوي؟

کابل ټکی کام

ناسا غواړي ټول په دې پوه شي، چې د یوې ګرمې سیارې پر سطحې پل کېښود خوب نه دی.

د مریخ په اړه جوړ شوی فلم، چې د امریکا په سینماګانو کې نندارې ته کېښودل شو ناسا هم په کې برخه اخیستې وه.

د دغه کار لامل د ناسا ادارې د هغې طرحې له پاره تبلیغ کول و، چې غواړي په ۲۰۳۰ زېږدیز کال په لسیزه کې فضانوردان مریخ ته و لیږدوي.

په مریخ کې د فضانوردانو له پاره انساني فضايي هډه جوړول د ناسا ادارې له اوږد مهالو موخو څخه دي.

د روباتیکو فضانوردانو، مریخ په مدار کې څېړنیو سپوږمکیواو د مریخ اودیسي سپوږمکیو او هغه نورو سپوږمکیو فعالیت، چې مریخ ته د پلټنو له پاره استول شوي دي موخه یې په مریخ کې د انسان د ژوند کولو په پاره د ژوند د څرنګوالي په اړه اطلاعات راټولول دي.

د دغو ماموریتونو او هڅو موخه مریخ د ۵ کسیزې ډلې لیږل دي.

مریخ ته د تګ خوب په لومړي ګام کې زموږ په پوهې او هغو اطلاعاتو پورې تړاو لري، چې د روباتیکو فضانوردانو له خوا راټول شوي دي.

د مریخ په اړه جوړ شوي فلم کې د پرواز خدمه د بېرته راستنېدو پر وخت مارک واتني په مریخ کې هېره وي او هلته یې پرېږدي.

په مریخ کې دغه یواځې پرېښودل شوی فضانور باید که په هر ډول وي، د خپل حالت په اړه په ځمکه کې د کنترول مرکز ته خبر ورکړي.

په دغه فلم کې دا ښودل شوې، چې په دغې ګرمې سیارې کې ژوند خورا سخت دې، که چېرې فضانور د هر دلیل له مخې په مریخ کې له خپلې فضايي هډې څخه پاتې شي؛ ژوندي پاتې کېدل یې د ده سره د موجودو محدودو امکاناتو تر تمامېدو پورې تړلی دی.

په مریخ کې د ژوندې پاتې کېدو وخت خورا لږ دی، ځکه چې د تنفس له پاره هوا نه شته او په ځانګړو فضايي کالیو کې په چټکتیا سره خوځښت نه کول یې بله ستونزنه ده.

او سمهال ناسا د دغو ننګونو د حل له پاره په څو برخو کې کار کوي، چې یوه ورځ مریخ ته د تګ په ماموریت کې بریالي شي.

د بېلګې په توګه ناسا او کاري شریکانو یې یو کلن ماموریت په نړیواله فضاي هډه کې نندارې ته وړاندې کړ.

فضانوردان به په معمولي ډول ۵ یا ۶ میاشتې په نړیواله فضايي هډې ماموریت کې پاتې کیږي.

په دې ماموریت کې به دوه فضانوردان یو روسي میخائیل کورنینکو او بل یې اسکات کیلي له ناسا ادارې څخه د یو کال له پاره په نړیواله فضايي هډي کې پاتې کیږي.

څېړونکي په خورا د قیق ډول د دغو فضانوردانو روانی او جسمي حالت متوجه دي.

که چېرې دغه فضانوردان د یوه کال په موده کې د جاذبې نشتون او له نورو څخه په جلا ډول هلته دوام وکړ، نو دغه چاره به په مریخ کې د انسان د ژوند له پاره هیلې پیدا کړي.

هغه فضانوردان چې په راتلونکي کې مریخ ته لیږل کیږي د ۸ میاشتو له پاره په د ځمکې له جاذبې قوې څخه په انزوا کې ساتل کیږي، دغه کار د دې موخې له پاره کوي، چې فضانوردان به د تلو او بېر ته راستنېدو پر مهال د هر ډول روحي فشار څخه سالم ووځي.

دغه دواړه فضانوردان (فضا ته تلونکي) باید یو کال په خپل توان سره په فضا کې له جاذبې قوې پرته ژوند وکړي.

په دغه فلم کې تر ټول په زړه پورې داوه، چې په دې فضايي سفر کې فضانوردانو په نړیواله فضايي هډي کې کاهو وکرل او ویې خوړل.

د دغه ماموریت اوږدمهاله موخه داده، چې انسانان په ځمکه کې د ځمکې په امکاناتو ژوند کوي، خو د مریخ په بریالي څېړنې سره به انسان د ځمکې له تړاو څخه خلاص شي.

ناسا ادارې د اورین په نوم یو فضايي کپسول او یو توغېدونکی سیستم د مګا په نوم جوړ کړی دی، چې پر مټ به یې فضانوردان مریخ ته لاړ او راشي.

تېر کال په ډسمبر میاشت کې ناسا ادارې اورین کپسول ازمایښت کړ او ټاکل شوې ده، چې په ۲۰۱۸ کال کېد مګا توغېدونکی سیستم به هم ازمایښت کړي.

په ورته وخت کې د ټاکنالوژۍ په برخه کې نورې هڅې هم روانې دي، د بېلګې په ډول څېړونکي په پوره دقت سره هڅه کوي، چې د فضايي کپسولونو د چټک د توغولو له پاره برېښنايي سیستم نورهم پرمختللی کړي.

دغه سیستم طراحې داسې ده، چې د لمریزې انرژۍ څخه په استفادي ګاز لرونګي مالیکولونو څخه برېښنا جلا کوي او د فضايي سفینې شاتنۍ برخې ته یې لیږدوي او د سفینې د چټک حرکت له پاره ځواک ایجاد وي.

ناسا اداره هوډ لري، چې له دغې ټکنالوژۍ نه په ګټنې سره یو داسې ځواکمن ایوني ماشین جوړ کړي، چې په لسګونه ټوڼه توکي او فضانوردان مریخ ته ولیږدوي.

دې کار ته داسې یو ځواکمن فضايي توغندی په کار دی، چې د ۵ کسه فضانوردانو، د فضانوردانو تړلي اتاقونه، ازمايښت ځای او غذايي توکو د کرلو سالم چوکاټ د لېږدولو توان ولري.

د مریخ اتموسفیر ۱۰۰ مرتبې د ځمکې له اتموسفیر څخه رقیق دی، نو د مریخ پر مخ باندې وزن لرونکې درنې سفینې ښکته کول د ناسا له پاره یوه لویه ستونزه ده.

د همدې ستونزې د حل له پاره ناسا هڅه کوي، چې د مریخ په سطح سفینه په سالم ډول ښکته شي د دې کار له پاره یې د بریک کولو نوي ټکنالوژي او یو لوی پاراشوټ سوپر سونیک باندې کار کوي.

ناسا ادارې دغه دواړه سیستمونه ازمایښت کړي دي، په دغه ازمایښت کې بادي بریک سیستم بریالی او د فراشوت سیستم ازمایښت بریالی نه و.

د مریخ څېړنیز سپوږمکۍ څېړونکو ته د دې زمینه برابره کړې ده، چې د ګرمۍ په موسم کې د مریخ د ژورو سیمو په څنډه کې تیاره خطونه و پېژني.

دغه تیاره خطونه له اوبه پرته بل څه نه دي.

په مریخ کې د اوبو موجودیت د فضانوردانو د ژوند او ټکنالوژۍ په برخه کې مهم اصل دی.

ټاکل شوې ده، چې ناسا په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې مریخ ته یو روبوټ ولیږي او دغه روبوټ به مریخ ته د اسنان د تګ ماموریت په برخه کې څېړونکو ته د لازیات دقت له پاره زیات معلومات په واک کې ورکړي.

دغه روبوټ په داسې وسایلو سمبال وي، چې د مریخ په اتموسفیر کې له موجود کاربن دای اکسایډ څخه اکسیجن تولید کړي.

روباټ همدا ډول پر داسې یوې الې سمبال وي، چې په مریخ کې د سطحې لاندې اوبه معلومې کړي.

ناسا په دغه کار سره غواړي، چې خپله ټکنالوژي په پوره غوره سره وکاروي او له بل لوري د فضا او د انسان فضايي ماموریت په اړه کره معلومات او مریخ ته د انسان تګ پر پرواګرام کار وکړي.

د دغه ماموریت یوه بله طرحه داده، چې ځمکې ته په مدار کې نږدې سیارې د روبوتیکې کشتۍ په مرسته د سپوږمۍ مدار ته وکاږي؛ تر څو په راتلونکي کې فضانوردانو اسماني تیږې له نږدې څخه مطالعه کړي.

دې ټولو ته په کتو سره ناسا هوډ لري، چې تر ۲۰۲۵ زېږدیز کال پورې د روبوتیک او انساني ماموریت ټول لازم ازمايښتونه په بریالي توب سره پای ته ورسوي.

په بریالي توب سره د دغو ټولو ازمایښتونو له پای ته رسېدو وروسه ناسا هوډ نه لري، چې په مستقیم ډول د انسان لېږدونکې سپوږمکې مریخ ته ولیږي، بلکې لومړي غواړي، چې  د فضانوردانو فضايي کښتۍ د مریخ د دوو سپوږمیو څخه د یوې سپوږمۍ پر سطحه کته کوي.

مریخ دوه کوچنۍ سپوږمۍ لري. یوه یې فوبوس او بله یې دیموس نومیږي.

لومړی د مریخ د سپوږمیو ټاکلو موخه دا ده، چې مریخ ته د رسېدو له پاره د خپلې ټکنالوژي توان و ارزوي.

او دا کار مریخ ته د انساني سفر په لاره کې ډېر ګواښونه را کموي.

په هر حال د لومړي ځل له پاره د مریخ پر سطحې د انسان پلي کېدل به د انسانانو له پاره حیرانونکو کیسو ډک کار وي.

په هر صورت موږ باید یوه ورځ په دې بریالي شو، چې مریخ ته لاړ شو او میلیاردونو کلونو وروسته زموږ لمر په پړاویز ډول مري.

په لومړۍ مرحله کې د یو ستر بالون په څېر ډډیږي او په هغه وخت کې به د ځمکې پر سطحه تودوخه دومره زیاته شي، چې او به او شنه بوټي به له منځه لاړ شي.

ځمکه به نور د انسانانو د ژوند له پاره مناسب ځای نه وي او د حیات سیمه د لمر په شاوخوا کې لویږي او په دې وخت کې به مریخ د اوبو موجودیت له پاره مناسبه سیاره وي.

په ټول شمسي نظام کې د انسانانو د ژوند له پاره به له مریخ څخه پرته بله مناسبه سیاره نه وي او دا هغه وخت دې، چې موږ ټول به په مریخ کې وو؛ نه پر ځمکه کې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close