ناصر مهري: يوې پوستې سقوط کړی- څوارلس پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغوی ۲۳) د فراه ولايت امنيتي چارواکي وايي، په دغې ولايت کې طالبانو په امنيتي پوستو بريدونه کړي، يوه پوسته سقوط شوې او اوولس پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري شمشاد نيوز ته ويلي، د طالبانو په بريدونو کې يوې پوستې سقوط کړی چې پکې څوارلس پوليس وژل شوي، درې ټپيان او یو لادرکه دی.

نوموړي د دغو پوليسو ځانګړی ځای نه دی مشخص کړی چې په کومه سيمه کې دغه پېښې رامنځته شوي دي.

خو يوې بلې رسنۍ ته يې ويلي، د جمعې په ورځ طالبانو د فراه بالابلوک تر منځ د پل جنجالک سيمه کې پر يوې پوستې بريد وکړ، چې درې پوليس پکې ووژل شول او يو بل ټپي شو.

له بله پلوه طالبانو په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره شپه يې د فراه رود ولسوالۍ بازار سره نږدې په شپږو امنيتي پوستو بريدونه کړي، په پايله کې يې يوه پوسته نيولې، اته عسکر وژل شوي، څلور ميله وسلې او په زياته اندازه مهمات نيول شوي دي.

دغه راز طالبان وايي، د بالابلوک ولسوالۍ مربوط د نواباد سيمې د پوستې په بريد کې د قومندان فيض محمد په شمول درې تنه عسکر وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه هم سيمه ييزو چاروکو خبر ورکړی و چې د چکاب په سيمه کې د طالبانو په بريد کې اته پوليس وژل شوي و او وسلې يې هغوی له ځان سره وړې وې.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close