نايجيريا: د ګازو يوه شرکت کې چاودنې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژلي دي

کابل ټکی کام ۰۴جدې/۱۳۹۴، قدرت الله حسین

د نايجيريا چارواکو ويلي، په نينوي ښار کې د ګازو يوه شرکت کې د چاودنې له امله ستر اور لګېدلی دی.

چارواکو زياته کړې، اور ډېر ستر و چې د کارخانې شاوخوا کورونه يې هم سوزولي دي، او تر دې دمه يې ۱۰۰ تنه وژلي دي.

چارواکي وايي، دا لومړني مالومات دي او شايد په مرګ ژوبله کې وروسته ډېروالی راشي.

د نايجيريا پوليس وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې يو ټانکر د ګازو د شرکت ودانۍ ته نږدې خالي کېده او وچاودېد.

د پېښې ټول ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي او تر درملنې لاندې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close