ناټو به د طالبانو غچ له غزني ښاريانو اخلي

سرليکنه

له تيرې شپې راهيسې، پر غزنې ښار د طالبانو بريدونه روان دي – او آن د ښارزړه ته ور دننه شوي دي.

که څه هم دفاع وزارت وايي چې د غزني ښار د دفاع لپاره تازه کومکي قواوې ولېږل شوې، خو هغه سيمې چې په لومړيو بريدونو کې طالبانو نيولې تراوسه ورسره دي، او د ښار په لوېديځه خوا، د څلورمې حوزې په وروستۍ برخه او حسن آباد کې جګړه روانه ده.

د غزني پر ښار بريد څه عادي خبره نه ده چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت پوځ دې طالبان په لږ وخت کې له نيول شویو سيمو پر شا کړي.

د غزني ښار د بيا نيولو لپاره له دفاع وزارت سره دفاع نه، بلکې تبليغات شته. پرته له دې چې خپل تنکي او بې-بريتو ځوانان د غزني د دفاع په نامه له لاسه ورکړي بله پايله نه لري. البته، دا يو څه به وشي چې د غزني د ښاريانو کورونه او دوکانو نه به چور کړل شي.

په ٢٠١٥ز کال د کندز پر ښار په همدې ډول پرېکنده بريدونه روان وو. امنيتي ځواکونو پر کندز ښار تر جګړې دمخه خپلې پښې سپکې کړې وې. د ځايي اوسېدونکو په وينا، اوس د غزني امنيتي ساتونکي د ښار تر اوسېدونکو دمخه له غزني تښتېدلي دي.

د زمري له اتلسمې نيټې راهيسې، طالبانو د غزني پر ښار پرېکنده بريدونه پیل کړي دي. نور امنيتي ساتونکي هم له ښاره د وتلو هڅې کوي. که دفاع وزارت دعوه وکړي چې طالبان مو له غزني ښاره وایستل، بيا هم د غزني ساتل دفاع وزارت ته ګران دي، ځکه يو ځل چې څوک تېښته وکړي، بيا دفاع نشي کولاى.

د غزني پر ښار د طالبانو بريد وښووله چې د غزني ښاريان به د ناټو د هوايي پوځ لخوا د کندز د ښاريانو په برخليک اخته کېږي. غوره دا ده چې د غزني ښاريان له ښاره  ووځي څو د ښاريانو سر او مال خوندي وساتل شي.

د معلوماتو په اساس، د کندز تر جګړې د غزني جګړه سخته ده. د غزني ښار په له لاسه ورکولو به د قاطع ماموريت او د ناتو هوايي ځواک د غزني پر ښاريانو پخپله بمبار وکړي، بیا به وايي چې راپور افغان پوځونو راکړی ؤ؛ د کندز په څېر به د طالبانو غچ د غزني له ښاريانو واخلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close