ناټو جګړې ته آماده؛ او اشرف غني د ”سولې“ تبليغ ته

سرليکنه

په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو د جګړې ماموريت په ۲۰۱۴ز کال کې پای ته رسېدلى دی. تر ټرمپ دمخه، د اوباما حکومت د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې ورته د پای ټکی ايښی دی. خو اوس چې د ټرمپ اداره يو ځل بيا د امريکايي او ناټو پوځونو په رالېږلو په افغانستان کې د جګړې دوام ته آمادګي څرګندوي، له دې دا ثابته شوه چې اشرف غني د سولې تبليغ ته او ناټو – امريکا ځان جګړې ته آماده کوي.

 د ناټو سرمنشي، ينس سټولنبرګ، افغان حکومت ته يو ځل بيا ډاډ ورکړی چې که اړتيا ولرئ، د ناټو پوځونه د افغان پوځونو ترڅنګ جنګ ته تيار دي او په هر حالت کې مرسته درسره کولاى شي.

له يوې خوا د امريکا او ملګرو ملتونو پلاوي افغانستان ته د سفرونو پر مهال چیغې کوي چې په افغانستان کې بايد نوره جګړه پای ته ورسېږي څو په نړۍ کې امن رامنځته شي او د ترهګرۍ نوغى له منځه ووځي، له بلې خوا بيا په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره افغان حکومت ته ډاډ ورکوي چې د ناټو پوځ يو ځل بيا د جګړې ډګر ته آماده ګي لري او د اړتيا په صورت کې درتلاى شي.

څه موده دمخه، په کابل کې د کابل پروسې په دویم پړاو غونډه کې اشرف غني طالبانو ته د ”سولې“ وړانديز وکړ، ویې ويل: نور بايد په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي.

اشرف غني له خپلې وينا وروسته د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې دا هم وويل چې ما طالبانو ته د سولې وړانديز وکړ، اوس دوى  پورې اړه لري چې څرنګه او څه وخت ورته ځواب وايي.

د افغانستان په مسئله کې امريکا تل له دوه مخي سياسته کار اخیستى، خو د ناټو سرمنشي، ينس ستولټنبرګ، هم په دوه مخي سياست وويل چې د افغانستان په جګړه کې د ناټو پوځونه بيا برخه اخیستلای شي.

طالبان چې د اشرف غني وينا ته د هو او نه ځواب نه وايي، هغه په دې دليل، چې اشرف غني ته څه په غوږ کې وويل شي يواځې د هغې وينا د ويلو واک لري، د عملي کولو واک ورسره نه وي. او د امريکا وړانديز ته چې طالبان د هو  او نه ځواب نه وايي، د هغه دليل دا دی، چې له کومې ورځې امريکا پر افغانستان يرغل کړې، د جګړې د دوام په موخه یې د سولې غږ پورته کړى، دوه مخې پاليسي یې غوره کړې ده. خو د ناټو سرمنشي هم اوس دوه مخې پاليسي خپله کړه.

امريکا او ناټو تل په افغانستان کې ځان جګړې ته تيار کړی دى. د امن په نامه یې افغانستان کنډواله کړ، افغانان یې په يوه او بل نامه ووژل، خو اشرف غني ته یې یواځې د سولې د تبليغ دنده ورکړې؛ د سولې او جګړې واک یې ترې اخیستی. البته اشرف غني د سولې تبليغ دومره په مد او شد سره کوي چې د حکومت په داخل کې ډېر ساده-زړي پرې باور کوي، حال دا چې امريکا او ناټو په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره وسايل برابروي او اشرف غني ته یې يواځې او يواځې د سولې د تبليغ دنده ورکړې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close