ناټو: د افغانستان د کندز پر روغتون هوايي حمله د افغانستان د حکومت غوښتنه وه

کابل ټکی کام ۱۴میزان/۱۳۹۴

احمدالله مهاجر

تېره ورځ امریکايي الوتکو د کندز پر یوه روغتون بمبار وکړ چې تر۵۶ تنو پورې عام وګړي، ډاکټران او نور کارکوونکي ووژل شول، او په نړیواله توګه وغندل شوه.

په افغانستان کې د ناټو عسکرو د قمندان له قوله چې د کندز پر روغتون د امریکا هوايي حمله د افغانستان د حکومت غوښتنه وه.

د ایرنا د خبري اژانس د خبر له مخې چې جان کیمپبیل پرون د افغانستان د کندز په یوه روغتون د امریکایي الوتکو حمله وغندنه او ویې ویل چې دا حمله د افغانستان د عسکرو غوښتنه وه.

خو پرون د امریکا دفاع وزارت وویل چې د کندز پر روغتون حمله د امریکایي عسکرو د ساتنې لپاره شوې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close