ناټو: د طالبانو او امریکا تر منځ له روانو خبرو هرکلی کوو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۴)

نن د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه چې زیاتره پام یې افغانستان روان وضعیت ته دی.

په ناټو کې د امریکا دائمي استازې کای بيلي هاسټن ويلي، ناټو د امريکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو هرکلی کوي او غوښتنه يې کړې، چې د سولې خبرې بايد تلپاتې امنيت، ثبات او سولې ته زمينه برابره کړي.

امریکایي سفیرې ټنیګار کړی، چې د افغانانو په خوښه او اتفاق دې د دایمي سولې یوه هوکړه رامنځ ته شي چې ناټو ترې هر اړخیز ملاتړ وکړي.

نوموړې ویلي ، ټول له جګړو ستړي شوي یو، نور په افغان جګړه کې له نظامي لارو هېڅ لوری بري ته نه شي رسېدلی
داغونډه چې نن پیل شوه تر سبا پورې به دوام وکړي او په ترڅ کې به یې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او له دغه هیواد څخه لویدیځ ته د بیا اطمینان په هکله پراخ بحثونه وشي.
دا غونډه وروسته تر هغه جوړیږي چې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بروکسل ته سفر وکړ او د امریکا له ستراتیژي څخه یې لویدیځ هیوادونه او ناټو اتحاد خبر کړ.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close