ناټو له افغانستان سره په امنیتي برخه کې د همکارۍ نوی تړون د ۲۰۲۰ م تر آخره اعلان کړ

کابل ټکی کام (سلواغه ۱۳۹۴ل) فرید احمد
د ناټو غړیو هېوادونو یو ځل بیا له افغانستان سره په امنیتي برخه کې خپل نوی تړون د ۲۰۲۰م تر آخره پورې اعلان کړ، پدې تړون کې به د افغانستان د ملي اردو سره مالي او نظامي مرستې کوي، او په جنګي ډګر کې به ورسره مالومات شریکوي.
د ناټو د سرمنشي سکرتر ینزستولتنبرګ دغه پرېکړه د بروکسل په هغه غونډ کې کړې ده چې د ۲۸ هېوادونو د دفاع وزیران پکې ګډون کړی دی.
که څه هم پدې غونډه کې د افغانستان موضوع په اجنډا کې شامله نه وه، خو د ناټو سکرټر وویل چې د ناټو غړي هېوادونه به د افغانستان مسئلې ته هم د پام وړ نظر کوي، تر څو خپلې لاسته راوړنې یې له خاورو سره خاورې نشي، او د افغانستان موضوع تر جدي بحث لاندې ونیول شوه.
د افغانستان پوځي ادارې په کال کې ۴ ملیارده ډالرو ته ضرورت لري چې د ناټو غړیو هېوادونو په ۲۰۱۲م کال کې په د شیکاګو د ناټو غړیو هېوادونو په کنفرانس کې ومنله چې له افغان پوځي ادارو سره به تر ۲۰۲۰ م پورې خپلې همکاریو ته ادامه ورکوي.
د ناټو سکرټر همداشان په افغانستان کې د ناټو له قاطع حمایت څخه چې له افغان پوځي ادارو سره یې کوي دفاع وکړه او ویې ویل چې دا ددوی یو ضرورت دی چې له افغان پوځيانو سره به تر ۲۰۲۰م پورې پوره همکاري ته ادامه ورکوي.
نوموړي همداشان زیاته کړه چې د ناټو غړیو هېوادونو مشرانو په درې مسئلو باندې موافقه کړې ده چې افغان ځواکونو ته روزنه، مشورې، او نظامي کمکونه دي له افغانستان سره به دوام لري، ځکه چې دا مسائل د افغانستان د ثبات لپاره اړین دي، او باید کار پرې وشي.
ده زیاته کړه چې د ناټو غړیو هېوادونو مشرانو دا هم منلې ده، ترڅو چې په افغانستان کې وضعیت اطمناني نه وي، ناټو به له افغان ځواکونو سره څنګ په څنګ ولاړه وي.
د ناټو سکرټر د یوه سوال په ځواب کې وویل، «افغان امنیتي ځواکونه د پخوا په پرتله اوس د پرمختګ صلاحیت لري، او په همدې دلیل مو د هېواد ټول ټال امنیتي مسؤلیت د دوی په غاړه کړی دی، او افغان ځواکونو په هېواد کې ډېر پرمختګونه کړي دي، او دا یې ثابته کړې ده چې د طالبانو او نورو جنګیالیو ځواب په ښه توګه سره کولای شي؛ مګر په بعضو برخو کې اوس هم مشکلات شته دي چې باید مونږ ورته پوره توجه وکړو.»
هغه زیاته کړه، «مونږ به له افغان ځواکونو سره خپلې همکارۍ ته ادامه ورکوو؛ که چېرې مونږ په رښتیا سره خپل ګرېوان ته نظر وکړو، نو پوهېږو چې زیات مشکلات اوس هم شته دي. په ۲۰۱۶ م کال کې لکه څرنګه چې اشرف غني ورته اشاره وکړه، حملې به نورې هم زیاتې شي، مګر مونږ په افغان ځواکونو باندې اعتماد لرو، او د ټولو امنیتي ځواکونو څخه په افغانستان کې حمایه کوو.»

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close