ناټو: په تیرکال کې مو په افغانستان کې تر ۲ زرو ډیر هوایي بریدونه کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۲ فرید افغان)

ناټو ځواکونه وایي چې په تیر ۲۰۱۷ کال کې یې د افغانستان په مختلفو سیمو کې پر وسلوالو مخالفینو ۲۰۵۱ هوایي بریدونه ترسره کړي دي.
د ناټو ویاند نیکولاس پلنتي په وینا؛ په ۲۰۱۷ کال کې د تیر په پرتله ۲۱ سلنه زیات بریدونه ترسره شوي چې ګڼې سیمې یې په نښه کړې.
ویاند نه دي ویلي چې د افغانستان کومې سیمې ډیرې بمبار شوې او نه یې هم د تلفاتو اړوند څه ویلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکایانو په هوایي بریدونو کې غوڅ اکثریت زیان ولسي خلکو او افغان ځواکونو ته اوښتی.
څیړنې ښیي چې په تیر کال کې د امریکا په هوایي بریدونو کې دمخالفینو سربیره سلګونه افغان عسکر او زرګونه ولسي کسان وژل شوي او ټپیان دي.
د ملي یووالي د حکومت مشرانو د واک له پیله بیا تر اوسه د امریکا د هوایي بریدونو پر وړاندې چې ډیری قربانیان یې ملکیان جوړوي د غندنې جرئت نه دی کړی .

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close