ناټو: په ختیځ کې مو بل عسکر ووژل شو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۳)

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې د هیواد په ختیځ کې یې یو عسکر وژل شوی.
ناټو ویلي، دا سرباز په جنګ کې نه دی وژل شوی او د وژل کیدو د څرنګوالي او دقیق ځای په تړوا یې نور مالومات نه دي رسنیز کړي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د برید په اړه څیړنې پیل شوې او پوره ۲۴ ساعته وروسته به د یاد وژل شوي عسکر هویت رسنیز کړي.
دا په تیرو دو ورځو کې دوهم عسکر دی چې ناټو یې رسماً د وژل کیدو پخلی کوي.
د یادونې وړ ده چې ناټو پرون ویلي و، چې د هیواد په ختیځ کې په یو داخلي برید کې یې یو سرتیری وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د روان میلادي کال له پیله یې دا ۷ عسکر دی چې ناټو یې رسماً یې وژل کیدل مني

د یادونې وړ ده چې بهرنیان د افغان جګړې له پیله د خپلې پالیسۍ له مخې د خپلو وژل شویو عساکرو ریښتوني معلومات له دې کبله نه رسنیز کوي، چې ګواکې د جګړو په ډګرونو کې د جنګیدونکو بهرنیانو پر مرال منفي اغیز ونه ښندي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close