ناټو: په ختیځ کې مو یو سرتیری وژل شوی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۲)

په افغانستان کې د ناټو پریکنده ماموریت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هیواد په ختیځ کې یې د داخلي برید په ترڅ کې یو سرتیری وژل شوی.
د امریکایي ځواکونو نوي قوماندان اسکاټ میلر ویلي، زمونږ د سرتیرو قربانۍ چې په افغانستان کې یې د امریکا لپاره ورکوي، لوی غم دی.
ناټو وایی، په دې برید کې د دوی یو سرتیری ټپي شوی هم دی خو په وینا یې چې ټپونه یې د اندیښنې وړ نه دي.

د ناټو په خبر پاڼه کې نور تفصیل نه دی ورکړل شوی خو ویل شوي چې ،د وژل شوي امریکایي سرتیري اړوند معلومات به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې رسنیز کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن ادعا وکړه چې په لوګر کې یې د یوه برید په ترڅ کې دوه امریکایي عسکر وژلي او ګڼ نور ټپیان دي

که څه هم امریکایان وایي چې دا یې شپږم سرتیری دی چې سږکال په افغانستان کې وژل کیږي، خو غیر رسمي شمیرې ښیي چې د میلادي کال له پیله تر اوسه تر ۲۰ ډیر امریکایي عسکر په افغانستان کې وژل شوي.
د امریکایي ځواکونو د تلفاتو د کمیدو لامل داښوودل کیږي، چې اوس په ځمکنیو عملیاتو کې یواځې د افغان ځواکونو هوایي ملاتړ او یاهم شپنیو چاپو کې ګډون کوي، دغه راز د کاروانونو امنیت او د پوځي مراکزو ساتنه یې هم افغان عسکر کوي چې د مخالفینو د بریدونو پرمهال یې لومړی داخلي ملګري په نښه کیږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close