ناټو: پکتیا کې ملکیان مونږ نه دي وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۲)

ناټو د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په بدري بازار سیمه د تیرې شپې برید کې خپله ښکیلتیا رد کړه.

په دغه شپنۍ چاپه کې چې د سیمیزو خلکو په وینا، ۱۱ عام وګړي ووژل شول ، ناټو یې په اړوند ویلي چې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې یې په پکتیا کې هیڅ هوایي او ځمکني عملیات نه دي ترسره کړي.
بلخوا بیا د پکتیا مرستیال والي عبدالولي صحي وایي چې په دغه برید کې ۹ ولسي کسان وژل شوي او په هکله یې څیړنې پیل شوې دي.
د زرمت خلکو تیره ورځ د پکتیا د ولایت مقام ته د وژل شویو کسانو جسدونه راوړي و او ادعا یې کوله چې په دغه شپنۍ چاپه او هوایي برید کې ۱۱ تنه ولسي کسان وژل شوي او د بدري په نامه د کوچني بازار دکانونه د ځانګړو ځواکونو له خوا لومړی چور او بیا په منفجره توکو الوزول شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close