ناځوانه ملګری

رالیږونکی : قمر دین

کله چې یی پړانګ ولید چې ددوئ پر لور ور روان دی، نو مخکې تر دي چې ملګری خـــبر کړي، د ونې ښاخ یی ونیوی او لوړي څوکې ته یی پورته شــــو،.
دوهم ملګري چې یې وخت دلاسه ورکړی وه، بله د حل لاره یی پیدا نه کړله ، بیله دي چې ځان یی خاورو ته حواله کړ او پړمخي پریوت،.
پړانګ را ورسید، چار چاپیره پري راوګرځــــید، خپله پوزه یی د پروت ســــړي وغوږ ته ور نژدي کړه، بوی یی کړ.
پړانګ چې د خپل عادت له مخــــــي یی د مړي غوښه نه خــــوړل، نو ســـر یی وخوځاوه او تري روان شــــو،
ملګری یی له ونې راکښته او په حیرانتیا یی تري وه پوښــــتل:
پړانګ په غــــوږ کې څه درته وویل؟
ملګري یی ځواب ورکړ:
پړانګ راته وویل:
هیڅ کله له داسي چا ســــره ملګرتیا مه کوه، چې د ضرورت او مصیبت په وخت کې دي یوازي پریږدي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close