نایجیریا:سیلابونو لسګونه کسان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۸)

د رسنیو د راپورونه له مخې، د نایجریا هیواد په مختلفو سیمو کې د موسمي اورښتونو له کبله پراخ سیلابونه راوتلي، چې په زیاته کچه ځاني او مالي زیانونه یې اړولي.
چارواکي وایي، د دې هیواد د “لوکوجا“ په نامه ښار چې په کې د نایجیر او بنو سمندرګي سره یوځای کیږي تر ټولو زیات له ګواښ سره مخ دی.

د دې هیواد بیړنیو چارو اداره وایي، تر اوسه د سیلابونو له کبله ۱۰۰ تنه وژل شوي او لسګونه زره کسان يې خپلو کورونو کې راګیر کړي دي.
چارواکي دغه راز خبر ورکوي چې د سیلابونو له امله ګڼ کلي اوبو لاندې کړي او تر ټولو ډېر زیان یې په انمبرا، کوګي، دلتا او نایجر ولایتونو کې اړولی دی.

د بیړنیو چارو ادارې ویلي چې په ټوله کې د دې هیواد لس ولایتونه سیلابونو ځپل شوي چې اوسمهال یې ورته د لومړنیو مرستو لیږد پیل کړی دی.
د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۲ کال کې هم په دې هیواد کې سلګونه کسان د راوتلو سیلابونو له امله ووژل شول او میلیونونه بې کوره شول.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close