نایجیریا کې د بوکوحرام د ډلې په بريد کې ۵۶ تنه وژل شوي دي

کابل ټکی کام ۱۲سلوغه ۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
اې اېف پي خبري اژانس راپور ور کړی دی چې د بوکوحرام ډلې له لورې په دیلوري کې، چې د میدوګوري څخه تقریباً ۵ کیلو متره لرې پروت دی، برید شوی دی.
یو عیني شاهد وايي، «د بوکوحرام ډلې جنګیالي په موټرانو او موټرسایکلونو سپاره راغلل، او یو ناتاره ډزې یې شروع کړې او وروسته یې کورونو ته اور ورته کړ.»
راپور لیکي چې د یادې ډلې وسله والو له سرتېرو چاودنو، بمي چاودنو او د ماشیندارو له فایرونو څخه کار اخیستی.
له بلې خوا یو بل پوځي ترجمان کرنل مصطفی انکاس د یاد برید په تأیید کې ویلي دي چې دوه ښځينه بريدګرو په لاره کې ځانونه چاودولې ترڅو لاره بنده کړي.
د بوکوحرام ډلې پدې وروستیو کې د داعش ډلې سره بیعت کړی دی.
د یادولوده چې له ۲۰۰۹م کال را هیسې تر نن ورځې پورې بوکوحرام ترهګرې ډلې په بېلابېلو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ زره کسان وژلي دي، چې د همدې بريدونو له کبله تر ۲۶ لکه پورې خلکو خپل کورونه او کلي پريښي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close