نایجیریا کې د یوې کلیسا د بام لویدلو له امله ۲۰۰ تنه مړه شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۱) زرغون خوږیاڼی

په نایجیریا کې د عیسویانو د کلیسا د چت لویدلو له امله ۲۰۰ تنه عیسویان مړه شوي دي.

د نایجیریا چارواکو په وینا د اکوا ابیوم ایالت په مرکز اویو ښار کې یوه کلیسا (رایګنر بائبل چرچ) چې مذهبي مراسم پکې روان وو چت غورځیدلی چې له امله یې ۲۰۰ کسان وژل شوي.

د اکوا ابیوم ایالت پوهنتون روغتون مشر ایتیتي پیترز رسنیو ته ویلي، کلیسا ته د چارواکو په شمول په سلګونو کسان د مذهبي مراسمو لمانځلو لپاره راغلي وو، چې ناڅاپه پرې د کلیسا بام راولویدلو او ۲۰۰ تنه یې ووژل، او په لسګونو نور ټپيان شوي، نوموړي ویلي چې ځینې کسان لا د چت لاندې بند پاتې دي او کیدای شي د مړو شمیره کې زیاتوالی راشي.

ځايي پولیسو د کلیسا د بام لویدلو دلامل پیدا کولو په اړه تحقیقات پیل کړي دي. ویل کیږي چې د دغې پيښې پر مهال د ایالتي وزیر ادوم مانویل سربیره په لسګونو چارواکي په دغه کلیسا کې موجود وه.

د کلیسا راهب یا کشیش اکان ویکس په ټپي حالت کې له کلیسا ویستل شوی دی، چې تر اوسه یې روغتیايي حالت ښه دی.

د ایالتي وزیر ادوم مانویل ویاند ویلي، حکومت به ددغه کلیسا د چت استعمالیدونکو موادو د کیفیت او استحکام په هکله د پلټنو پیلولو امر کړی دی او که د پيښې په اړه د کارګرو خیانت په ګوته شي نو محکمې ته وروپیژندل شي.

د ناجیریا ولسمشر محمد بخاري التعازي په دغه پېښه خواشني څرګنده کړې ده او د پيښې په اړه یې د پلټنو امر کړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close