نبــــوي ســيرت / لسمه کړۍ

ليکوال: مفتي محمدالياس « فاتح »

دشام  پر  لور  لومړی  سفر

پوښتنه : رسول اکرم (  صلی الله عليه وسلم )  ترنبوت وړاندې چېرته سفر کړی و ؟

ځواب : هو!  په عمومي توګه يې دوه سفرونه ياد شوي ، چې دواړه  يې  شام ته کړي دي.

پوښتنه : نبي اکرم (  صلی الله عليه وسلم )   شام  ته دڅه لپاره  سفر کړی  و ؟

ځواب : د  تجارت لپاره .

پوښتنه : کله چې نبي کريم (  صلی الله عليه وسلم ) شام ته سفر کاوه ، عمر يې څومره او د سفر  ملګری يې څوک و؟

ځواب : هغه مهال د نبي اکرم (  صلی الله عليه وسلم )  عمر  دولس کاله ، دوه مياشتې او لس ورځې و ،چې له خپل تره ابو طالب سره ( په ۵۸۳ م ) د شام په لور روان  شو.

پوښتنه : په دې سفر کې کومه ځانګړې  پېښه رامنځته شوه؟  په  مفصله توګه يې بيان کړئ !

ځواب : کله چې  ابو طالب د سوداګرۍ لپاره شام ته د سفر اراده وکړه او د قريشو کاروان د سفر  لپاره تيار شو؛ د رسول الله (صلی الله عليه وسلم)  د کم عمرۍ  او د اوږده  سفر  ستونزو او تکليفونو له وجې ابوطالب  نه  غوښتل،  چې خپل وراره له ځانه سره يوسي؛ خو   رسول (صلی الله عليه وسلم)  چې د خپل تره جداوالی  ورته ستونزمن و، د تګ هيله  ورڅخه وکړه ، نو  ابوطالب د خپل زړه سوي او  شفقت  له مخې  خپل وراره  له ځانه سره د شام په  لور روان کړ.

کله چې د ابوطالب  سوداګريز کاروان په ( تَيما ) سېمه کې  د(  بُصْرا) نومي ځای  ته ورسېد( بصره  شام سره تړلې او د حوران مرکزی ښاردی دا ښارهغه وخت دهغو عربي هیوادونو چې د رومیانو په کنترول کې و؛ پلازمينه ګڼل کیده )؛ نو هلته يو مسيحي راهب ، چې اصلي نوم يې  (جرجيس) او  په  (بُحَيْرا)  مشهور وو ( د نصرانيت عالم هم و) ، د عبادت خونه وه ،او پکې اوسېده.

کاروان د راهب له عبادتخانې څخه لږ لرې د دمې لپاره تم کيده ، راهب د خپلې عبادت خوني له کړکۍ څخه د قريشو قافلې ته وکتل ګوري ، چي په قافله کې يو ماشوم دی هر پلو ته چې ځي نو پر سر باندې يې دسپينې وريځې يوه توکړه روانه وي او دلمر له تودوخې يې په خپله سايه کې ساتي،  دغه راز دغه ماشوم  ته  بوټي او کاڼي مايله کېږي او د هغه پر لور  په سجده  پريوزي.

کله  چې قافلې د دمې کولو لپاره د صومعې خواته  پړاو وکړ ؛  بحيرا  خپلو خادمانو ته  امر  وکړ  تر څو دې قافلې ته خواړه تيار  کړي.

بحيرا ورغی  او دقافلې ټولو کسانو ته يې د ميلمستيې  بلنه   ورکړه ، قريشو په دغه بلنه ډېر ه حيرانتيا وښوده ؛ ځکه چې پر دغه لار خو مخکي هم دوی تېرېدل  را تېرېدل ؛  خو بحيرا  ورته هېڅ بلنه نه وه کړې ؛ بلکې له دوی سره يې خبرې يې هم  نه کولې .

د قافلې يو  تن  بحيرا  ته وويل:  نن ورځ  د ستا ميلمستيا يوه عجيبه خبره ده ، په دا چې موږ هروخت په دغه لار د سوداګرۍ لپاره ځو راځو ،  تا موږ ته مخکې هېڅ بلنه نه ده راکړې.

  بحيرا وويل: رښتيا وايي، مګر اوس ما وغوښتل ترڅو  ستاسو درناوی او کرام  وکړم او تاسو ته ميلمستيا وکړم.

هغوی ورسره ومنله ، کله چې راغلل ؛ نو هغه ماشوم  ورسره نه وه ،چې  پر سر باندې  يې سپينه وريځ  د سيورن ( چتر ) په شان ګرځيدله ، له کرکۍ څخه يې چې د قافلې تم ځای ته وکتل ګوري ، چې سپينه ورځ  د ونې پر سر ولاړه ده او ماشوم له ونې لاندې ناست دی .

بحيرا راغی ، ميلمنو ته يې وويل:  کوم  يو  خو  به  درڅخه پاتې نه وي ؟

هغوی ځواب ورکړ:  هو !  يو ماشوم  مو دقافلې لپاره پرېښولی دی.

 بحيرا وويل: دا پکار نده  ما خو ټولو ته بلنه ورکړې ده ، هغه  هم بايد هرومرو راشي، په دې وخت کې يو قريشي بل  ته وويل:  په لات او عُزَّی مې قسم  چې موږ بې غيرته يو، هغه يتيم مو هلته کېنولی او موږ دلته  خوراکونو  ته  ناست يو ، بيا پاڅېد او رسول الله (صلی الله عليه وسلم) يې په غېږه  کې راوړ او له ځانه سره يې کېناوه .

 بحيرا  نبي کريم( صلی الله عليه وسلم )  ته  ډېر په ځير و کتل،او دنبوت علامې يې پکې وپېژندې.

 بحيرا  پوښتنه وکړه ، دغه  هلک په تاسې کې د چا خپلوان دی ؟

ابوطالب: دا زما وراره دی.

بحيرا : دده نوم څه دی ؟

ابوطالب : محمد (صلی الله عليه وسلم )

بحيرا : دده پلار څه نومېږي او چېرې دی؟

ابوطالب : دپلار نوم يې عبدالله دی او دده له پېداېښت وړاندې په يثرب کې وفات شوی دی او دی يتيم پيدا شوی دی.

بحيرا : مور يې ژوندۍ ده ؟

ابوطالب : نه هغه هم پنځه کاله کېږي مړه شوې ده .

دبحيرا او ابو طالب ترمنځ له دغو خبرو اترو څخه وروسته ډوډۍ راوړل شوه او ميلمنو په خوړلو شروع وکړه او کله چې ډوډۍ وخوړل شوه ،ميلمانه رخصت شول رسول اکرم  وروسته پاتې شو ، بحيرا وغوښتل له نبي اکرم (صلی الله عليه وسلم )  څو پوښتنې وکړي څو په حقيقت ښه پوی شي ، پوښتنې يې پېل کړې:

بحيرا :  ای هلکه ! ستا دې په لات او عُزا قسم وي چې زما پوښتنو ته به صحي صحي ځوابونه راکوې؟

محمد (  صلی الله عليه وسلم )  : لات او غزا پرما څه حق لري ؟ له ما څخه دلات او غزا په نوم پوښتنه مه کوه ، په الله تعالی قسم  چې له تر هرڅه زياته له دې دواړو څخه کرکه کوم .نو که ته له ماڅخه پوښتنه کوې  د الله تعالی په نوم يې راڅخه وکړه ، چې زه پرې پوهېږم  نو ځواب به يې درکړم.

بحيرا : سمه ده د الله په نوم پوښتنه درڅخه کوم ، زما د پوښتنو ځوابونه به  ووايې.

رسول الله (صلی الله عليه وسلم): هو!

بيا بحيرا ورڅخه دژوند، په اړخونو پوښتنې وکړې ، نبي کريم(صلی الله عليه وسلم)  ځوابونه ورکول ، په پای کې يې ورته وويل: ستا خوب څرنګه وي ؟

نبي اکرم (صلی الله عليه وسلم )  ورته وويل: سترګې مې ويدې وي او زړه مې ويښ وي.

بيا بحيرا د نبي کريم(صلی الله عليه وسلم)  د مبارکو سترګو سور والي ته وکتل او ابوطالب او نورو ته يې وويل: دده په سترګو کې دغه سوروالی تل ترتله او هميشه وي او که نه کله کله وي ؟

هغوی ورته وويل: چې زيږيدلی دی تراوسه پورې مونږ يو ځل هم نه دی ليدلی چې سوروالی يې تللی وي ؛ بلکې هميشه وي.

بيا يې هغوی ته وويل: دده کميس اوچت کړئ زه يې د وليو منځ ګورم ، کميس يې چې پرې اوچت کړ ګوري چې د کوترې  هګۍ په څېر يې ددواړو وليو په منځ کې مټاکه ده ، ددې په ليدو سره د بحيرا غونی ځيږ شو او دبدن ويښتان يې نيغ نيغ ودريدل او  پري ټيټ شو او د نبوت مهر يې ښکل کړ .

قريش ټولو د بحيرا  پر دې کار هک پک شول او ابوطالب د بحيرا ددغو کړنو په ليدو سره پر خپل وراره سخت وډار شو او بيا بحيرا راهب ابو طالب ته وويل:

خپل دغه وراره  شام ته مه بيايه ، ځکه هلته يهودان دي ، که چېرې هغوی ته دده په باره کې هغه څه معلوم شي چې ماته معلوم شول هرو مرو به زيان ورته ورسوي ، ځکه ستا وراره هغه څو ک دی چې زموږ په کتابونو کې دده نښې او صفتونه لوستلي دي او يا له پلرونو څخه راته پاتې دي او دده په باره کې له مونږ څخه ټينګه وعده اخيستلې شوې ده .

ابوطالب ورته وويل: چا وعده درڅخه اخيستې ده ؟

بحيرا : راهب  مسک شو ، ويې ويل: الله تعالی له موږ څخه وعده اخيستې ده ، په خپل کتاب کې چې پرعيسی ابن مريم عليهما السلام يې نازل کړی دی.

ابوطالب وويل: يهودان ولې ورته زيان رسوي؟

بحيرا : هغوی يهوديان هيڅکله هم نه غواړي چې دنبوت منصب بل ملت ته ورڅخه لاړ شي ، او که هغوی ته دا معلومه شي چې عربوته دغه نعمت ورکول کېږي ، او بيا دغه ماشوم ته ؛ ژوندی به يې پرېنږدي.

پوښتنه : د راهب  تر مشورې وروسته ابوطالب څه وکړل ؟

ځواب: له دې وروسته ابوطالب په بېړه خپل وراره  (محمدصلی الله عليه وسلم ) خپل ټاټوبي مکې مکرمې ته سلامت ورساوه .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دلايل النبوة

سيرت ابن هشام

زاد المعاد

البداية والنهاية

اونورې عربي وېب پاڼې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close