نبـــوي سيــرت / اتمه کړۍ

 ليکنه: مفتي محمدالياس « فاتح   »

پوښتنه : رسول اکرم (ﷺ) ولې د نورو ښځو شيدې ورودې؟

ځواب : ښاري عربانو عادت درلود ، چې خپل ماشومان به يې دشيدو رودلو لپاره کليوالو سېمو ته لېږل ، تر څو هغوى له ښاري ناروغيو سالم پاتې شي، بدنونه يې پياوړي، اعصاب يې قوي  او له ځانګو څخه صفا او سوچه عربي ژبه زده كړي؛ نو له همدې امله بې بي آمنې هم  خپل لمسی حليمې سعديې ته وسپاره .

پوښتنه : حليمه سعديه څوک وه ؟

حليمه سعديه ، د « ابو ذويب عبدالله بن الحارث بن شجنة  » لور ، د « ابو كبشه حارث بن عبدالعزى » مېرمن وه او له (بني سعد بن بكر)  قبېلې سره يې تړاو درلود.

پوښتنه : رسول اکرم (ﷺ) ترحلېمې سعديې څنګه ورسيد؟

ځواب : د بنو سعد قبيلې ښځې به په کال کې دوه ځله له طائف څخه مکې مکرمې ته ددې له پاره تلې ، چې د مکې د اشرافو ماشومان د تي ورکولو له پاره د اجرت په بدل  کې له ځانه سره يوسي، د همدې قبيلې له ښځو څخه يوه هم حليمه رضی الله عنها وه ، چې هغه خپله کېسه په دا ډول کوي:

 د وچکالۍ کال و ، څه مو نه لرل ، زه د خپل ميړه او كوچني تی خور بچي په ګډون د خپلې قبيلې يوې ډلې ښځو سره روانه شوم ، څو د شيدو ورکولو لپاره ماشومان را پيدا کړو ؛ خو زما سورلۍ (سپينه خره) کمزورې او مانده وه  او د نورو سورلۍ چټکې وې، بله دا چې ماشوم مو هم ډېر وږی و ، ټوله شپه مو دده دلاسه ويښه تېره کړه ؛ ځکه چې نه زما په سينه کې څه وو  او نه  مو اوښې دومره شيدې  کولې ، چې د ده بسنه پرې شوې وای ؛ نو سفر مو په ډېر زحمت سره پای ته ورساوه او زما د قافلې ملګرې هم له ما څخه مخکې ورسېدې  . هغوی ټولو ته  يو ماشوم  ( محمد عربي ﷺ) وړاندې شوی و ؛ خو كله به چې هغوی خبرې شوې ، چې دا يتيم دى ، نو نه به يې اخيست ؛ ځكه هغوی هم دا غوښتل ، چې د ماشوم پلار  به  اجرت ورکړي او مرسته به ور سره كوي ، نو دا چې يتيم دى او پلار يې نشته ، نو کونډه مور او نيكه به يې څه ور كړي؟  له همدې امله  هېچا هم  هغه ماشوم نه و اخيستی ؛ بلکې د مکې د شتمنو اولادونه يې پيدا کړي وو .

زه چې مکې ورسيدم ، نو همدغه يو يتيم ماشوم پاتې و، ما هم د نورو ښځو په څېر له دې يتيم ماشوم  له اخيستنې څخه ډډه وکړه او بيرته خپل ميړه ( ابوکبشه ) ته راغلم او کېسه مې ورته وکړه ، چې ماشومان خو نشته  ټول وړل شوي دي ،يوازې يو يتيم ماشوم پاتې شوی دی ! 

هغه چوپ شو  او هېڅ يې راته ونه ويل ، ماورته کړه : زه به يو ځل بيا لاړه شم او وبه ګرځم. زه بيا لاړم او پرکورونو وګرځيدم ؛ خو بيا مې هم له همدغه يتيم ماشوم څخه پرته بل څوک پيدا نه کړ ، له ځان سره مې وويل : زما ټولو ملګرو ماشومان واخيستل، او له دې څخه چې زه خالي لاس ستانه شم ، غوره داده چې همدغه يتيم ماشوم له ځان سره يوسم هماغه وه ، چې مورته يې ورغلم او محمد ( صلی الله عليه وسلم ) مې دتي رودلو لپاره ورڅخه يو وړ او خپل مېړه ته مې وويل : بل خو مې پيدا نکړ  او دا دی دغه يتيم مې راوړ !  هغه راته وويل : ډېر دې ښه وکړل ، کيدی شي الله   په دغه کې  راته برکت واچوي.

پوښتنه : بې بي حليمې رضی الله عنها ، چې کله رسول اکرم(ﷺ) له ځانه سره يووړ ، نو کوم برکتونه  او ارهاصات يې تر سترګو شول ؟

ځواب : حضرت حليمه سعديه  رضی الله عنها پخپله وايي: په الله قسم دی ، چې :

 (۱ ) : له دې وړاندې زما په تيو کې يو غوړپ شيدې هم نه وې او خپل ماشوم مې هم شپه او ورځ له لوږې ژړل ؛ خو چې کله مې محمد ( صلی الله عليه وسلم ) په غېږه کې واچاوه نو ناڅاپه مې دواړه تيونه له شيدو څخه داسې راډک شول ،چې هم دی پرې موړ شو او هم زما زوی.

 (۲): زمونږ يوه زړه اوښه وه ،چې بيخي شيدې پکې نه وې ، دشپې زما مېړه لوښی واخيست او د ناهيلۍ په حالت کې ورغی ، ګوري چې د هماغې اوښي غولانځه له شيدو څخه ډکه ده ، هغه يې ولوشله او لوښی يې له شيدو څخه ډک راوړ ، ما هم ترې په په مړه خېټه شيدې وڅښلې او زما خاوند هم دومره وڅلې چې ښه پرې موړ شو .

(۳):  کله چې په سبا ورځ مونږ له مکې څخه راستنيدو ، نو زما له ټولو څخه ډنګره او کمزورې سورلۍ( خره ) ترټولو سورليو څخه تيزه او چابکه  او له ګردو څخه مخته  روانه وه .

(۴):  دغه کال خورا زياته وچکالي وه ؛ دنورو خلکو مېږي او وزې … به له څارونځايونو څخه خالي نس راغلې ، چې په غولانځو کې به يې څاڅکی شيدې نه وې ؛ مګر د حليمې سعديې ټولې مېږي او وزې به په پړسيدلو  خيټو  تر کوره راغلې، چې ښې پرېمانه شيدې به يې کولې . خلکو به خپلو شپنو ته ویل : تاسې هم خپلې رمې (مېږې ،وزې ) په هغه ځاى كې څروئ چېرته يې چې د « بنت  ابي ذويب » شپون څروي، هغوی به چې هلته خپلې رمې بوتلې بيا به هم خالي خيټې واپس شوې.

(۵):  رسول الله (ﷺ) به د ښي (تي )څخه د شيدو رودل شروع کړې او له چپ تي څخه به يې مخ اړاوه .

(۶): د نورو ماشومانو په نسبت به محمد (صلی الله علیه وسلم ) ډېر ژر، ژر لوئيده، په دوو كلونو كې هغه يو پياوړى او تكړه هلك شو.

( ۷ ): د دغه مبارک ماشوم له برکته د حليمې پرکور تل برکتونه او ښېرازۍ مېلمانې وې.

 پوښتنه : ایا د رسول الله رضاعي پلار( دحليمې سعديې ميړه ،حارث ابن عبدالعزی ) په اسلام مشرف شوی و؟

ځواب : هو ! هغه چې دنبي کريم  له بعثت څخه وروسته مکې ته لاړ ، هلته يې په رسیدو سره درسول اکرم  ملاقات وکړ، پېغمبر دا       ‍‍سلام بلنه ورکړه ،هغه ورته ووايل : دا ته څه وايې؟  

رسول الله  ورته وويل : زه رښتيا وايم ،ډېر ژر به هغه ورځ راشي چې زه به يې ثابته کړم چې زه رښتينی يم .

حارث ددې خبرې په اوريدو سره له شرک څخه توبه وکړه او ايمان يې راوړ .

پوښتنه : درسول الله  رضاعي وروڼه کوم کوم دي؟

ځواب : درسول الله شپږ رضاعي وروڼه او خويندې وې ،چې نومونه يې دادي:

عبدالله ، انيسه ، حذيفه ، حذافه (شيماء، شيما به تل دنبي خدمت کاوه او په غېږه کې به يې ګرځاوه )، دشهيدانو سردار حضرت حمزه رضی الله عنه  او ابوسفيان بن الحارث بن عبدالمطلب .

پوښتنه : دنبي کريم  کومو رضاعي وروڼو اوخويندو اسلام راوړی و؟

ځواب : دعبدالله او شيما اسلام قبلول ثابت دي او دنورو حال معلوم نه دی. 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close